طالبان: د افغانستان په شمال کې د داعش جنګیالیو شتون یو بې اساسه ادعا ده

افغانستان

طالبان: د افغانستان په شمال کې د داعش جنګیالیو شتون یو بې اساسه ادعا ده

103

طالبانو د روسيې د يوه چارواکي هغه ادعا رد کړې ده ، چي ګڼي د افغانستان په شمال کي ۵۰۰۰داعش وسلوال ځای پر ځای سوي دي.

طالبان وايي، چي د افغانستان په شمال کي د داعش جنګياليو شتون بې اساسه خبره ده او هلته داعش وسلوال شتون نه لري.

طالبانو په يوې تازه خبرپاڼه کي ويلي، چي  په شمال کي ئې تېر کال د داعش پرضد عمليات وکړل او اوس هلته په دې نامه کومه وسلواله ډله شتون نه لري.

په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي افغان دولت د جوزجان په درزآب ولسوالۍ کي د اربکيانو په نوم د داعش وسلوالو لپاره زمینه مساعده کړې ده او په همدې نامه ئې پوستې ور سپارلي دي.

روسيه وايي، چي داعش وسلوالي ډلي د افغانستان په شمالي کي شاوخوا ۵۰۰۰جنګيالي ځای پر ځای کړي دي او غواړي چي سيمه د نا امنۍ خواته ټېل وهي.

افغان چارواکو په دې هکله تراوسه څه نه دي ويلي، خو له دې وړاندی ئې د جوزجان په ولايت کي طالبانو ددغي ډلي پر ضد عمليات وکړل، چي تقريبا ټول جنګيالي ئې افغان ځواکونو ته تسليم سول.



اعلان