کابل: جومات چاودنه کې مولوي ريحان ووژل شو

افغانستان

کابل: جومات چاودنه کې مولوي ريحان ووژل شو

153

نن د جمعې لمانځه پر مهال د کابل نهمې حوزې اړوند د جومات په ممبر کې د چاودیدونکو توکو د چاودنې له امله د دغه جومات خطیب او به دیني چارو کې د مشرانو جرګې ارشد سلاکار مولوي سمیع الله ریحان وژل شوی.

د پیښې بشپړ جزئیات نه دي خپاره شوي خو تراوسه د ۱۶ نورو کسانو د ټپي کیدو خبر هم ورکول شوی، پيښه کې د مولوي ریحان وژل کیدل کورنیو چارو وزارت تائید کړي، مولوي ریحان یو له هغو دیني عالمانو و چې د اوسني نظام يي کلک ملاتړ کاوه.



اعلان