ایران: بې کیفیته شرابو ۷ تنه وژلي

سيمه او نړۍ

ایران: بې کیفیته شرابو ۷ تنه وژلي

91

د ایران په اصفهان ایالت کې د بې کیفیته شرابو د څښلو له امله ۴۳ تنه مسموم شوي دي چې ددغې جملې څخه ۷ تنو خپل ژوند دلاسه ورکړي ده.

د اصفهان ایالت د طبي علومو د پوهنتون مشرۍ طاهره چنګیز د خبرانلاین سره په مرکه کې ویلي دي چې پدې وروستیو ورځو کې د تقلبي شرابو له امله د مرګونو کچه ډیره لوړه شوې ده .

هغې ویلي دي چې لنډه موده مخکې هم پدې ولایت کې ګڼ په لسګونو تنه د تقلبي شرابو له امله مسموم شوي وو چې څو تنو يي ژوند د لاسه ورکړی وو.

په ایران چې د شرابو په تجارت او پلور پیر منع دی ډیری خلک په قاچاقي توګه د بعضو پټو ځایونو نه دا ډول تقلبي او بې کیفیته شراب رانیسي .



اعلان