مصر: قاهره کې د سختې ګرمۍ له امله اورونه لګېدلي

راپورونه

مصر: قاهره کې د سختې ګرمۍ له امله اورونه لګېدلي

263

د مصر د پلازمېنې قاهرې په ګډون د دغه هېواد یو شمېر سیمې د ګرمۍ له سختو څپو سره مخ دي.
د ایجبټ ټوډی رپوټ کې راغلي چې شرم الشیخ کې په یوه مارکیټ کې اور لګېدلی چې له امله یې یو شمېر دوکانونه سوځېدلي دي.
ټولنیزو رسنیو کې خپرو شویو تصویرونو کې لیدل کېږي چې ځینې موټرو هم اور اخیستی دی.
رپوټ وایي، ملکي دفاعي ادارې د مارکیټ د اور د لا خپرېدو مخه نیولې ده.
چارواکو ویلي چې د قاهرې په ګډون د مصر ځینو سیمو کې د تودوخې درجه پنځه څلوېښت ته پورته کېدای شي.



اعلان