سعودي د درې مهمو علماوو د اعدام چمتوالی نیسي

سيمه او نړۍ

سعودي د درې مهمو علماوو د اعدام چمتوالی نیسي

370

سعودي عربستان د روژې د مبارکې میاشتې نه وروسته د درې تنو مهمو دیني عالمانو اعدامولو ته چمتوالی نیولی دی.

دغه خبره د انګلستان نه په انګلیسي ژبه خپریدونکی د مډیل ایست ای سایټ د سعودي عربستان د حکومت د دوو تنو مهمو سرچینو او د نوموړو عالمانو د خپلو او خپلوانو   له قوله کړې ده.

سعودي عربستان د هیواد نامتو عالمانو سلمان العوده، خطیب عوض القرني او علي العمري چې په ۲۰۱۷کال کې ونیول چې تر اوسه پورې زنداني دي اعداموي.

د ویلو ده چې د سعودي عربستان مشهور سني عالم سلمان العوده په ټولنیزه مډیا کې یواځې په ټویټر کې ۱۳عشاریه ۴میلیونه تنه تعقیب کوونکي لري. نوموړی د نړۍ په کچه د معتدله عالم په توګه پیژندل شوی دی.

سلمان العوده ۲۰۱۷کال کې د ترهګري سازمان د مشرۍ، د هیواد ملي امنیت ته د ګواښ جوړولو او خلک تاوتریخوالي ته د هڅولو په ګډون په ۳۷جلا جلا تورنو په تور ونیو.



اعلان