پاکستان: دشاهین ۲ په نوم د اتومي سرګلولې انتقالونکی توغندی وازمایلو

سيمه او نړۍ

پاکستان: دشاهین ۲ په نوم د اتومي سرګلولې انتقالونکی توغندی وازمایلو

77

د پاکستان د پوځ ویاند د ټولنیزو رسنیوله لارې په خپور کړي پيغام کې ویلي دي چې د پاکستان پوځ د شاهین دوه په نامه مځکې نه مځکې ته اوږد واټنه بالستیک توغندی په ډیر بریالیتوب سره وازمایه.

دا توغندی چې د اټومي سرګلولې د انتقال په ظرفیت جوړ شوی دی په ۱۵۰۰کیلومتره واټن کې د خپل هدف د ویشتو ظرفیت لري.

هغه ویلي دي چې شاهین دوه توغندی د پاکستان جدي اړتیا او سیمې د استقرار لپاره یو ډیر مهم ګام دی.

د بله پلوه د پاکستان د پوځ لخوا په شوو څرګندونو کې ویل شوي دي چې توغندي د عمان په سمندر کې خپل هدف په بریالي توګه له منځه وړی دی.

د یادونې وړ ده چې دا دریم لرې واټن ویشتونکی توغندي ده چې پاکستان يې په روان زیږدیز کال کې جوړوي.



اعلان