سومالیا کې انتحاري برید د بهرنیو چارو پخوانی وزیر وژلی

سيمه او نړۍ

سومالیا کې انتحاري برید د بهرنیو چارو پخوانی وزیر وژلی

92

سومالیایي چارواکي وایي چې د یاد هېواد په پلازمېنه موګادیشو کې په یو انتحاري برید کې نهه کسان وژل شوي دي.

د چارواکو په خبره په وژل شویو کې د دې هېواد د بهرنیو چارو پخوانی وزیر حسین الابي فحیي هم شامل دی. برید پر هغه موټر شوی دی چې دولتي کسان پکې سپاره وو.

برید ولسمشرۍ ماڼۍ ته نږدې په داسې حال کې شوی دی چې یاد موټر تلاشي ته ولاړ وو. د برید پړه په سومالیا کې فعالې الشباب ډلې پر غاړه اخیستې ده.



اعلان