ايران به ستمبر پورې فضاته څارګره سپوږمکۍ وتوغوي

سيمه او نړۍ

ايران به ستمبر پورې فضاته څارګره سپوږمکۍ وتوغوي

67

د ايران د پوهنې او صنعت د پوهنتون مشر جبارعلي ذاکري رسنيوته ويلي چې دا سپوږمکۍ(سټلايټ) په بشپړه توګه په ايران کې جوړه شوې، له دې نه وړاندي ايران دځمکې مدارته د مخابراتي اسانتياو لپاره يوه سپوږمکۍ استولې وه، مګر که دا نوې سپوږمکۍ په بري فضاته ورسيږي، نودا به د ټيکنالوژي په برخه کې د ايران ډيره لويه لاس ته راوړنه وي، بل خوا اسرايلو او امريکا د ايران دغه اقدام خطرناک ګڼلی او فرانسې پر ايران غږکړی چې فضا ته د هر ډول راکټ له توغولو دي ډډه وکړي.

ايران ويلي چې دا سپوږمکۍ توغول هيڅ ډول فوځي موخې نلري.



اعلان