خفه ملا

د پرون کيسه

خفه ملا

84

د خیبر پښتونخوا د چارسدې ترنګزو کلي مولانا فضل قادر په ۱۸۲۶ م کې په میروزو کندي کې زیږېدلې و. دی د سیمې لومړی عالم و چې د دارالعلوم دیوبند نه فارغ شوی او بیرته اشنغر ته لاړو نو د احادیث او فقه په اړه خلکو ته يې علم ورکاو. خلکو به یو بل ته ویل چې د دیوبند نه یو عالم راغلی دی چې ځان سره يې نوي خبرې راوړي دي او دی ورته “احادیث” وایی. په دغه زمانه کې مولانا فضل قادر ته به لیرې لیرې نه خلک د دیني ذدکړو لپاره راتلل.
هغه وخت په جوماتونو کې نیمچه ملایان اندیښمن شو ځکه خلکو به د مولانا په خبره زیات باور کوو. د مولانا په شان علماو خلکو ته دین ساده ټکو کې ورښودلو او ځینې بدعتونو نه يې منع کول. د سید احمد بریلوي د هندي عالمانو یو اغیز دا و چې هغوی د غیر شرعي کارونو لکه بدل، ولور او د میراث په اړه اسلامي لاره ورښودله. چرته چې د پښتنو به څوک نه خوښیدل یا کینه به يې پیدا شوه نو په یو کس به يې د “وهابي” ټاپه ولګوله. ولس په دې نه پوهیدو چې “وهابي” څه وي. خو دا د انګریز د پروپاګنډ اغیز و چې هغه وخت وهابي د کفر مانا ورکوله.
په ۱۸۷۰ م کې د سوات اخوند صاحب عبد الغفور په یو سړي د کفر (وهابي کیدو) فتوا ولګوله. د سوات له خوا د علماو يوه جرګه ترنګزو مولانا فضل قادر ته د دې لپاره ورغله چې په فتوا دستخط وکړي. هغه انکار وکړو نو اخوند صاحب په مولانا هم د وهابي کیدو حکم وکړو. اوس نو د اشنغر پښتنو ته خدای موقع ورکړه چې په مولانا ژوند اور کړو. هغه به د کلي جومات کې د جمع مونځ نشو کولې. کله چې له کوره به رابهر شو نو خلک به ورپسې لکه د ښکاري سپو روان او د بدو ردو نه علاوه په تیږو به يې ویشتلو. هغه به د ويرې د کور نه بهر نشو وتلې.
په مولانا دومره سخته وه چې کله د ده ۱۲ کلن زوې ابوبکر مړ شو نو د کلي په هديره کې چا د قبر ځاې نه ورکوو. بیا د جالې بیلې صاحبزادګان راغلل، د ماشوم مړی يې یوړو او خپله ادیره کې يې خښ کړو. څه موده وروستو د مولانا بل زوې چې د ۱۰ کالو و، مړ شو. هغه د خلکو له ويرې پخپل کور کې دننه د زوی قبر وکيندلو.
” د رزړو صاحب حق مضي الدين وايي چې مولانا فضل قادر يو جيد عالم و او خبرې چې به يې کولې نوغږ به يې ناست(ډډ) و. يوه ورځ يې ما ته سبق ښودلو. د جومات نه بهر د سړک پر غاړه يو سپين ږيرې ناست و. مولانا هغه بوډا ته اشاره وکړه چې د ابتلا په دغه دور کې راباندې دې سړي د حد نه زيات ظلم کړې دی. سوات صاحب چې په ما د وهابي حکم وکړو نو زه به د خلکو نه پټ ګرځيدم. يوه ورځ د بهر نه کور ته راتلم، چا راپسې چغه کړه چې هغه دې وهابي کور ته لاړو. خلک زما د کور نه راچاپېره شول. دغه او نور ډېر سړي کور ته راننوتل، زه يې راونيولم ، ښه يې و وهلم او زمکې ته يې راوبغولم. دغه ظالم راغې، په سینه مې کیناستو، خپل پرتوګاښ يې پرانستو او زما په خله کې يې متيازې وکړې.” له هغې وروسته د مولانا ستونی بند شو او غږ يې کیناستو. خلکو به د ده خبرې ډېر په ګرانه اوريدې نو د “خفه ملا” په نوم مشهور شو.
څرګنده نه ده چې د مولانا سره دا بد چلند څنګه ختم شو خو ده د دیني زدکړو سلسله بیرته پېل کړه. د ده په نامتو شاګردانو کې د ترنګزو حاجي (فضل واحد) شامل و.
صفیه حلیم
۱. علما و مشايخ سرحد، سيد امير شاه قادري، دوېم ټوک.
۲.وړه خزانه-شبیر خان درانی. بهارونه کتاب کور. ۲۰۰۸ م ۱۵۷ او ۱۵۸ مخ.

د لیکوالې له بلاګ څخه



اعلان