عربي متحده اماراتو پانګوالو ته دایمي اقامې ورکړې

سيمه او نړۍ

عربي متحده اماراتو پانګوالو ته دایمي اقامې ورکړې

253

د بي بي سي د خبر به اساس د عربي متحدو اماراتو د دبۍ واکمن شیخ محمد بن راشد آل مکتوم ویلي، د دایمي اقامې د ګرین کارتله سیستم نه په ګټې اخیستو به په دې هېواد کې پانګوال، د طب، انجنیرۍ، علومو او ټولو هنرونو په برخه کې استثنايي وړتیا لرونکي کسان ګټه واخیستی شي.

شیخ محمد بن راشد آل مکتوم وايي، کابو ۷زره بهرنیو بهرنیو پانګوالو ته یې د دایمي وېزو سیستم چمتو کړی دی.‌

مخکې تر ډېره اماراتو کې بهرنیو وګړو ته د استوګنې لنډمهالې اقامې ورکول کېدې، چې په دوراني توګه به نوې کېدې.

د دبۍ واکمن شیخ محمد بن راشد آل مکتوم، چې لومړی وزیر هم دی، پر خپل ټویټر لیکلي: "نن مو د "زرین کارت" د دایمې اقامې سیستم پیل کړ... دا سیستم په طب، د انجنیرۍ، علومو او ټولو هنرونو په برخه کې پانګوالو او استثنايي وړتیا لرونکو کسانو ته دی".

نوموړی وايي: "په لومړۍ جوپه کې به د دایمې اقامې ۶۸۰۰هغو مستحقو کسانو ته دایمي اقامې ورکړل شي چې پانګونه یې تر ۱۰۰میلیارد درهمو اوړي".

د اماراتو په اقتصاد کې بهرنیو پانګوالو شاوخوا ۲۷میلیارد ډالره پانګونه کړې ده.

لومړي کسان چې دغه دایمي اقامه يئ پرون سه شنبه ترلاسه کړې د هندوستان مشهور سرمایه داران ویشي شروف او خوشي ختواني ول .



اعلان