قطر: د اروپايي اتحاديې ځانګړي استازي او ملا عبدالغني برادر سره ولیدل

افغانستان

قطر: د اروپايي اتحاديې ځانګړي استازي او ملا عبدالغني برادر سره ولیدل

103

د اروپايي اتحادیې ځانګړي استازي رولانډ کوبیا او د قطر دفتر مشر ملا عبدالغني برادر سره پرون سه شنبه د قطر پلازمېنه دوحه کې سره لیدلياو دواړو لورو پر یو لړلو مهمو موضوعاتو خبرې اترې کړې.
د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین وايي، دا ليدنه کتنه نن د قطر پلازمېنه دوحه کې وشوه او د طالبانو د سیاسي دفتر مشر په افغانستان کې پر روانو حالاتو ، ملکي تلفاتو، بشري مرستو او د امریکا سره پر روانو مذاکراتو د اروپايي اتحادیې ځانګړي استازې ته سره خپل نظریات او معلومات شریک کړل.
نوموړی همداراز زياتوي : “له دې سربیره د اروپايي اتحادیې خاص استازي د افغانستان په هکله د اروپایي اتحادیې د پالیسي وضاحت وکړ او د یاد سازمان په نمایندګي یې په افغانستان کې د سولې په برخه کې د مثبت رول لوبولو اطمئنان ورکړ.
نوموړي هیله څرګنده کړه چې په راتلونکي کې به هم د اسلامي امارت سیاسي دفتر سره خپل تماس ته دوام ورکوي.”



اعلان