په هلمند کې هوایي برید ۵ عام وګړي وژلي

افغانستان

په هلمند کې هوایي برید ۵ عام وګړي وژلي

145

د هلمند والي ویاند ویلي، چې تېره شپه د دې ولایت د ګرشک ولسوالۍ په زنبولي سیمه کي پر دوه کورنو بمبارد شوی، چي په کې 3 کسان وژل شوي او 8 نور ټپیان دي.

د هلمند والي ویاند عمر ځواک زیاته کړې؛ تر دې دمه معلومه نده، چې دغه برید افغان ځواکونو کړی که بهرنیو ځواکونو!

په سیمه کي عام خلک وایي؛ په دې برید کي پېنځه کسان وژل شوي او 10 نور ټپیان دي، چې د دغه هوایي برید 7 ټپیان د لښکرګاه ایمرجنسي روغتون ته لیږدول شوي دي .



اعلان