حنیف اتمر: د غني د کار دوام به سیاسي بې ثباتي رامنځته کړي

افغانستان

حنیف اتمر: د غني د کار دوام به سیاسي بې ثباتي رامنځته کړي

93

د سولې او اعتدال انتخاباتي ټیم مشر محمد حنیف اتمر نن خبریالانو ته وویل، که چیرې جمهور رئیس غني د جوزا په لومړۍ نېټه د افغانستان اساسي قانون ته درناوی ونه کړي او خپل کار ته دوام ورکړي، دا به د سیاسي بې ثباتي لامل شي.

ښاغلي اتمر زیاته کړه چې د جوزا له لومړۍ نېټې وروسته د جمهور رئیس غني د کار دوام د "سولې او ثبات په خیر نه وینم".

ښاغلي اتمر جمهور رئیس غني ته اشاره وکړه او ویې ویل:" که دی اساسي قانون نقض کړي، له دولتي دستګاه او نظام څخه ناوړه ګټه واخلي،په سترې محکمې فشار راوړي، چې نظر ورکړي، په امنیتي او دفاعي ځواکونو فشار راوړي او له هغوی ګټه واخلي په دې هېواد کې به سیاسي بې ثباتي خدای مه کړه حتمي شي".

ښاغلي اتمر همدارنګه وویل، چې "دغه حکومت" سولې ته ژمن نه دی او خپله ټوله هڅه کوي، چې تر انتخاباتو پورې د سولې مخه ونیسي.

هغه پرته له دې، چې د چا نوم واخلي ویې ویل، چې دوی دوه ځله د جمهوري ریاست انتخابات وځنډول او هیڅ تضمین نشته، چې د دریم ځل لپاره دا کار ونه کړي.

د جمهوري ریاست د راتلونکو انتخاباتو د "کاندیدانو شورا" وایي که چیرته سرپرست حکومت رامنځته نه شي او جمهور رئیس غني د جوزا له لومړۍ نیټې ورهاخوا خپل کار ته دوام ورکړي، دوی به د ټولو قانوني اقداماتو په ترسره کولو سره د دغه کار مخه ونیسي.

د افغانستان د اساسي قانون له‌مخې "د ولسمشر دنده تر ټاکنو وروسته د پنځم کال د غبرګولې میاشتې پر لومړۍ نېټه پای ته رسېږي، د ولسمشر د دندې تر پای ته رسېدو مخکې د نوي جمهور رئیس ټاکلو لپاره ټاکنې له ۳۰څخه تر ۶۰ورځو مودې پوري کېږي."

یو شمیر حقوق پوهانو له دې وړاندې امریکا غږ ته ویلي وه، چې خپله سرپرست حکومت هیڅ ډول قانوني او حقوقي بنسټ نه‌لري.



اعلان