قطر کې د آلمان ځانګړي استازي او ملابرادر سره لیدلي

افغانستان

قطر کې د آلمان ځانګړي استازي او ملابرادر سره لیدلي

194

د افغانستان لپاره د آلمان ځانګړي استازي، مارکس پوتزل قطر کې د طالبانو له سیاسي استازي، ملاعبدالغني برادر سره لیدلي دي.
د طالبانو خبرپاڼه کې راغلي دي چې دواړو لورو د افغانستان اوسني حالت او همداراز د روان کړکیچ د سوله ییز حل لارې په دې برخه کې د آلمان پر ونډې خبرې کړې دي.
د خبرپاڼې له مخکې دغه آلماني چارواکي د سولې په بهیر د خپل هېواد له ونډې ډاډ ورکړی.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د امریکا او طالبانو ترمنځ قطر کې د سولې خبرو اترو شپږم پړاو پایته رسیدلی ده.
ښاغلي مارکس پوتزیل یو ځل مخکې هم د غویي میاشتې په ۱۱مه نېټه له طالب استازو سره کتلي ول.
یاده دې وي چې په دې وروستیو کې قطر ته د طالبانو د سیاسي مرستیال او د قطر د نوي مشر ملا برادر اخند په ورتګ سره د ملګروملګر ملتونو د استازو سربېره د ګڼو هیوادونو سیاسي استازو او لوړپوړو پلاویو د افغانستان د سولې په تړاو د بحثونو او د اندېښنو د لیرې کولو په موخه د طالبانو سیاسي دفتر ته مخه کړې.



اعلان