ولسي جرګه: د کار به لومړۍ ورځ یو وکیل پر بل دچاقو ګزار وکړ

افغانستان

ولسي جرګه: د کار به لومړۍ ورځ یو وکیل پر بل دچاقو ګزار وکړ

429

تېره ورځ د ولسي جرګې د ریاست لپاره ټاکنې وشوې، چې په لومړي سر کې د جرګې نصاب ۲۴۷تنه وه؛ خو وروسته چې رایې حساب شوې ۳رایې په کې ورکې شوې وې او که نصاب ۲۴۷کسان وي‌ نو میررحمان رحماني د ولسي جرګې مشر نه دی؛ خو که ۲۴۴کسان وي بیا نوموړی د جرګې مشر حسابیږي.

همدا لانجه پرون حل نه شوه او یو شمېر معترضو وکیلانو ویل، چې رحماني په زور ځان رییس اعلان کړ او د اړتیا وړ ۵۰جمع یو رایې یې چې ۱۲۴کیږي نه دي پوره کړې.

نن میررحمان رحماني له خپلو پلویانو وکیلانو یو شمېر ناقانونه وسله والو سره په زور د ولسي جرګې تالار ته ننوتلی او وکیلانو ته یې ګواښونه هم کړي دي.

پر ټولنیزو رسنیو په یوه خپره شوې ویډیو کې لیدل کیږي، چې د رحماني یو پلوي وکیل چاړه په لاس ښکنځلې کوي او هڅه کوي د ریاست پر څوکۍ ناست کمال ناصر اصولي په چاړه ووهي.

یوه بله ویډیو بیا ښيي، چې له رحماني سره یو ځل ګڼ کسان چې د هغه شخصي ساتونکي دي د ولسي جرګې تالار ته ننوزي.

د ولسي جرګې د کورنیو دندو او اصولو له مخې له وکیل او را بلل شوي‌ میلمنو پرته بل هیڅوک د جرګې تالار ته د ننوتلو اجازه نه لري.



اعلان