خلیلزاد: د افغان ستونزې سیاسي حل د امریکا له لومړیتوبونو څخه دی

افغانستان

خلیلزاد: د افغان ستونزې سیاسي حل د امریکا له لومړیتوبونو څخه دی

133

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، د افغان ستونزې سیاسي حل د امریکا له لومړیتوبونو څخه دی

ښاغلي خلیلزاد د مې پر ۲۸مه پخپلو تازه ټویټونو کې ویلي، چې سوله د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو مخه نشي نیولی.

خلیلزاد په افغانستان کې د امریکا د لومړیتوبونو په اړه دغه تازه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې په دې وروستیو کې داسې تبصرې کېدې چې امریکا د افغان سولې پر ځای ټاکنو ته لومړیتوب ورکوي.

خلیلزاد ویلي:"د دې سره سره چې موږ د سولې لپاره چې افغانان یې مستحق دي هڅې کوو، باید د ټاکنو پلان هم پر مخ ولاړ شي."

نوموړی پر داسې مهال د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو په اړه د چمتووالي غوښتنه کوي چې والسټریټ ژورنال ورځپاڼې مخکې د امریکايي مقاماتو له قوله ویلي و چې د امریکا حکومت پر دې غور کوي چې د سولې د روانو هڅو د بریالیتوب لپاره له افغان حکومت څخه د راتلونکو ولسمشریزو انتخاباتو ځنډېدو غوښتنه وکړي.

افغان حکومت هغه مهال ویلي و چې ولسمشریزې ټاکنې به پر خپل وخت تر سره شي.

ټاکل شوې د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې د روان ۱۳۹۸کال د مېزان میاشتې پر ۶مه نېټه تر سره شي.



اعلان