د طالبانو نابغه رهبرملا اختر محمد منصور د طالبانو د فوځي، سیاسي او اداري مشر په توګه

نظر او تحليل

د طالبانو نابغه رهبرملا اختر محمد منصور د طالبانو د فوځي، سیاسي او اداري مشر په توګه

1198

 د عبدالحی مطمئن له نوي چاپ شوي فارسي کتاب نه ژباړه

ملا اختر محمد منصور د حاجي محمد جان زوي د کندهار ولايت د ميوند ولسوالي د بني تیمور په سیمه کې په ۱۹۶۸کې زیږیدلی.

هغه د روسانو د تجاوز په وړاندي جهاد کې هم جنګیدلی او کله چې د طالبانو تحریک پیل شو، نو له دیني علومو د هغه فراغت ته يوازې يو کال پاتي و، د طالبانو لخوا په لومړي ځل د کندهار له نيولو سره ملا اختر محمد منصور د کندهار د هوايي ډګر مسئول وټاکل شو.

 د کابل له نيولو سره هغه د هوانوردي وزیر او ورسره د فوځی هوايي قومانداني یعني هوايي قواوو مشر وټاکل شو.د طالبانو د نظام د سقوط پرمهال هغه د کندهار په هوايي ډګر کې ترپايه وجنګيد، ترڅو ملامحمد عمر ورته د تللو امر وکړ.

 د طالبانو د حکومت له سقوطه وروسته په مقاومت کې هغه لومړی د شورا غړي او د کندهار نظامي مسئول و، ورسره يې د ملا برادر او ملاعبیدالله ترڅنګ د شورا د غړي  او مشاور په توګه کار کاوه، خوپه ۲۰۰۷ کې د ملا عبیدالله له اسیر کيدو وروسته د ملا محمد عمر د فرمان له مخې ملا اختر محمد منصور د ملا برادر مرستيال شو. چې د د قیقي پلان ګذاري او خارجي اړيکو او د غورځنګ د انسجام په برخه کې هغه له اوله لا وځليد.

کله چې هغه د کندهار مسئول و، نو په هوايي ډګر کې يې په امریکايي قواوو څو ځله بريالي بریدونه ترسره کړل، په ښارکې دننه يې بې ساري عملیات و کړل ا و دوه ځله د هغه د مسئولیت په دوره کې د کندهار زندان په ډیرمهارت مات شو اوله طالب زندانیانو خالی شو.

د هغه له مرستيالي سره د ترکي، روسیې او ځینو نور هيوادونو هغه اتباع چې په فوځي اونا فوځي برخه کې به له دولت سره د همکاري  په جرم طالبانو ونيول، نو همدغو هيوادونو ته وسپارل شول او له دې لارې يې د اړيکو او تعامل دروازې خلاصولې.

کله چې په ۲۰۱۰ م کې ملابرادر اسیر شو، نو ملا محمد عمر ملا اختر محمد منصور خپل نایب او عمومي مسئول وټاکه، هغه د طالبانو د فوځي ، سیاسي او اداري سستمونه تغیر او ترمیم کړل، له هر لورې سره د تفاهم دراوزې يې خلاصې کړې، په نظامي برخه کې يې د عام المنفع او بيا ودانولو له پروژو سره طالبان همکاري ته را وبلل. د ملکي تلفاتو په برخه کې يې نظامي طالبانو ته سخت قوانین وضع کړل. هغه له عام المنفع بروژو سره د اقتصادي کمیسون په چوکاټ کې دولت ته ورته قوانین وضع کړل، چې دغه خارجي موسیسات، جهتونه او داخلي ډونران به د دولت ترڅنګ له طالب غورځنګ سره هم قانوني مراحل طی کوي او بیابه خپل کارته دوام ورکوي

د ملا اختر محمد منصور په امظا هغه مکتوب چې د عام المنفع پروژو سره د تعامل په اړه يې صادر کړی و.

--------------------------------------------------

 

هغه  د خپلې واکمني په دوره کې د جګړې او دښمن د مراقبت لپاره داستخباراتو کمیسون جوړکړ، همدارازيې د خارجي موسیساتو سره د چلند لپاره د انجوګانو دکمیسون په نامه کمیسون جوړ کړ، ورسره يې د ملکي تلفاتو د مراقبت او څارنې اداره هم جوړه کړه.

ملا اخترمحمدمنصور په طالب غورځنګ کې د اوږدې تجربې پر اساس ډیر مثبت بنسټونه کیښودل او ډیرهغه غیر ارادي منفي رویشونه يې اصلاح کړل، چې په طالب غورځنګ کې معمول ګرځیدلي و، لکه مهمې رتبي د خاص سمت خلګوته ورکول.

 منصور چې کله خلیفه سراج الدین خپل مرستیال ونوماوه، نو ډیرو يې په دې پریکړه حیرانتياڅرګندوله، خو د منصورصیب د دفتر د مسئول مولوي محب الله ګرمسیري له قوله، منصور صیب په دې اړه ویلي و. چې د حقاني صاحب کورنۍ چې له يوې خوا پخپله سیمه کې پراخ نفوذ لري او له بلې خوا د سمیزو او نړيوالو کوششونه سره سره چې غوښتل يې هغوي د حقاني نیټورک ترنامه لاندي جلا کړي، خو خلیفه صیب يو قدم انحرام هم ونکړ او دغره په شان پخپل موقف پاتي شو او دامارت لمن يې ټینګه ونیوله، نور به له هغه زيات څوک د دې حقدار وي؟

که څه هم د حقاني صیب زامنو اوپه ځانګړي ډول خلیفه صیب پخپله هم د دې غوښتنه نلرله، بلکې ترډیره پخپلو نظامي عملياتو کې د مصروفيت حریص وو، خو دا د منصور يوه پرځای پريکړه او دور اندیشي وه.

همداراز هغه په خپل غورځنک کې د دیني ملا او عصري تعلیم یافته توپير ته هغه وخت پوخ ګذار ورکړ، چې کله يې د ټولې شورا د پریکړي خلاف شیرعباس ستانکزي د سیاسي کمیټي د مشري وړ وګاڼه ، د منصور د دفتر مسئول مولوي ګرمسیری وايي . ملا اختر محمد منصور راته وویل. چې کله طیب اغا د سیاسي کمیټې له مشري استعفا ورکړه ، نو ټولې شورا زما دا وړاندیز رد کړ چې شیرعباس ستانکزی دي د کمیټي مشرشي. خو منصورصیب ویل چې نورباید دا انحصار ختم شي، ځکه ستانکزي د مسلک او ترسره کړي تعلیم له اړخه د دې مستحق دی چې د دیپلوماسي سره اړه لرونکې کمیټې مشر شي.

ملا اختر محمد منصور د طالبانو مقاومتي دورې يوازنی مشر و چې د خپل کار د تنظیم لپاره يې  د مشرتابه  د اداري اجرائاتو لپاره د مشرتابه د دفتر په نامه اداره تاسیس کړه چې د مشرتابه فرامین، اجراشوي احکام او ټول رسمي اسناد به يې منظم ترتیبول او درجول.

د ملا اختر محمد منصور په امظا د مشرتابه د دفتر په اړه صادرشوی مکتوب

 

خو زما د خپلې مشاهدې اومطالعې له مخې د ملا اختر محمد منصور ترټولو ستره کارنامه  د امريکا ضد قوتونو سره د اړيکو دروازې خلاصول او د يوه ګاونډې هيواد له انحصاره د وتلوبريالۍ هڅې وې. داهڅې که څه هم د هغه د سرپه بیه تمامې شوې خو طالبانو ډيرڅه ترلاسه کړل!

 بالمقابل د سید طیب اغا هڅې له لکه په لنده خټه کې سوری جوړول داسې اسانه چاره وه، ځکه چې د سي آی اي په مشوره اولګښت چارې پرمخ وړل هيڅ مهمه کارنامه  نه وه اونه ده.

ځکه سي آی اي له اوله همدا غوښتل چې که طالب د بهرنيو اړيکو هڅه کوله نو بايد په بهرکې هم انحصارکړای شي ، چې د دوي له نظارت پرته هيڅ هم ونکړای شي.

 



اعلان