ذاکر نایک: داعش اسلامي ضد دولت دی

راپورونه

ذاکر نایک: داعش اسلامي ضد دولت دی

918

وتلي مسلمان مبلغ ذاکر نایک په یوه تفصیلي مرکه کې د داعش په اړه د یوې پوښتنې ځواب کې ویلي، اسلامي دولت (داعش) اسلامي دولت نه ګڼم.
نایک دې ويک رسنۍ ته ویلي، دوی اسلامي ضد دولت ګڼم چې ځینې ځواکونه یې د خپلو ګټو له پاره ملاتړ کوي.
نایک په دې اوږده مرکه کې د هندي لومړي وزیر د ترهګرۍ الهام ورکولو تور هم رد کړی او ویلي یې دي چې نرېندرا مودي دې د انګلستان او سعودي په ګډون نور هغه هېوادونه هم ترهګر خوښي هېوادونه وګڼي چې ما په کې بیانونه کړي دي.
نایک چې هندي حکومت یې د نیولو امر کړی اوس په اندونیزیا کې اوسېږي.
نایک ویلي، ترهګر هغه څوک دی چې بې ګناه انسان وېروي.
نایک دا هم ویلي چې دبۍ کې سوداګري لري او خپل لګښتونه ترې پوره کوي. نوموړي زیاته کړې، د لیکچر ورکولو پېسې نه اخلي په داسې حال کې د میلیونونه پېسو وړاندیز ورته شوی دی.
نایک ویلي چې له بل وتلي مبلغ احمد دیدات څخه اغېزمن شوی دی.
نایک وایي "ما ویلي چې ټوله نړۍ باید د شریعي قانون له لوري اداره شي، که دوی دا پلې کړي، نو جرمونه به راټیټ شي، په امریکا تر ټولو زیاتې غلاوې او جنسي تېري کېږي، هرو څو ثانیو کې جنسي تېری کېږي، د دې مطلب دا دی چې قانون ښه نه دی، سعودي کې غلاوې لږې دي، ولې؟ دا نه چې د سعودي استخبارات له امریکا ښه دي، بلکې د سعودي قانون ښه دی."
نایک وایي، ځینې فکر کوي چې نېکټایي اچول اسلام کې نه شته، خو دا خبره سمه نه ده.



اعلان