اتریش په لومړنیو ښوونځیو کې د حجاب پر سر کولو باندې بندیز ولګوه

راپورونه

اتریش په لومړنیو ښوونځیو کې د حجاب پر سر کولو باندې بندیز ولګوه

149

د اتریش پارلمان داسې قانون پاس کړ چې له مخې یې د لومړنیو ښوونځیو مسلمانې زده کوونکې حجاب نه شي پر سر کولای.
رپوټونه وایي، د یهودانو yarmulke او د سکانو د patka په دې بندیز کې شامل نه دي.
د FVP په نوم یو ګوند چې د دغه بندیز ملاتړ یې کړی وایي چې دا د سیاسي اسلام پر ضد د سګنل ورکول دي.
خو ډېرو خلکو د دغه بندیز مخالفت کړی او دا یې تبعیضي چلند بللی دی.
دا قانون د مسلمانانو د روژې میاشت کې پاس شو.



اعلان