یو ډالر ۱۴۸ پاکستانۍ روپیو باندې تبادله کېږي

راپورونه

یو ډالر ۱۴۸ پاکستانۍ روپیو باندې تبادله کېږي

620

ډالر د پاکستانۍ روپۍ په مقابل کې د پاکستاني تاریخ تر ټولو لوړې بیې ته ختلي دي.
ډان رسنۍ لیکلي چې بانکونو کې یو ډالر په ۱۴۸ روپۍ تبادله کېږي.
پاکستان له سخت اقتصادي بحران سره مخ دی. د بحران د کابو کولو له پاره پاکستاني حکومت له نړیوال وجهي صندق سره یو تړون هم کړی چې یاد صندق به پاکستان ته شپږ میلیارده ډالره پور ورکوي.
د پاکستان لومړي وزیر د روپیو د وضعیت سم ساتلو له پاره د یوه کمېسیون د جوړولو خبره هم کړې ده.
شاوخوا نهه میاشتې وړاندې یو ډالر په ۱۲۴ روپیو تبادله کېده، خو اوس ۱۴۸ ته ختلی دی.



اعلان