په هرات ولایت کې څادر او دسمال اغوستل منع اعلان شول

افغانستان

په هرات ولایت کې څادر او دسمال اغوستل منع اعلان شول

335

د هرات پولیسو قوماندانی په دی ولایت کې دسمال او څادرتر سر پورې اغوستل منع اعلان کړل.

عبدالاحد ولیزاده د هرات پولیسو ویاند په دی اړه رسنیو ځینې خبریالانو ته ویلي: سر او مخ پټول د دستمال اوڅادرپه واسطه د اوسیدونکو ترمنځ بیری او وحشت رامنځته کیدو لامل ګرځی.

هغه زیاته کړه چی د بل لوری پولیس څیړنې شکاره کوی چی ډیر جنایی جرایمو کې مجرم کسان خپل سر او مخ پټ کړي او پر موترسایکل باندی دوه کسیزه یا دری کسیزه سپاره وی.

د هغه په وینا، سر او مخ پټول د دستمال او څادرپه واسطه منع ده او امنتیی سمتونو ټول حوزو پرسونل ته جدی امر شوی چی یاد اشخاصو سره جدی چلند وکړی.

د یادونې وړ ده چې څادر او دسمال د افغانستان اوسیدونکو تر منځ اغوستل یو رواج ده.



اعلان