طالبان: څرخي پله زندان کې د وژل شویو بندیانو غچ په مناسب وخت کې اخلو

افغانستان

طالبان: څرخي پله زندان کې د وژل شویو بندیانو غچ په مناسب وخت کې اخلو

467

طالبانو څرخي پله زندان کې د څلورو بندیانو وژلو او شلو نورو ټپي کېدو نه غبرګون ښودلی.
طالبانو په یوه اعلامیه کې په پېښه ژوره خواشیني ښودلې او غندلې یې ده. دوی دغه پېښه د انساني او نړیوالو اصولو خلاف کړنه بللې.
طالبانو د بشري حقونو له سازمانونو د دغې پېښې د غندلو غوښتنه کړې ده.
اعلامیه کې ویل شوي چې په مناسب وخت کې به د متضررو خلکو غچ له "دښمن" څخه واخلي.
دوه ورځې وړاندې څرخي پله زندان کې د پولیسو او بندیانو تر منځ اخ و ډب کې څلور تنه ووژل شول او شل نور ټپیان شول.



اعلان