د ټاپي پروژې عملي چارې به ډېر ژر پیل شي

افغانستان

د ټاپي پروژې عملي چارې به ډېر ژر پیل شي

85

د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د ټاپې پروژې له اجراییوي رییس محمد مراد امانوف او په کابل کې د ترکمنستان له سفیر خواجه اویزوف سره د خپل کار په دفتر کې ولیدل.

دواړو لوریو د ټاپي پروژې د عملي کارونو د پیل، د پروژې د امنیتي ارزیابۍ او د امنیت د تامین په اړه خبرې وکړې، حمدالله محب د دې پروژې د امنیت د تامین په اړه ډاډ ورکړ او هیله مندي یې وښوده چې د ټاپي پروژې عملي چارې دې ژر پیل شي.

د ټاپي پروژې اجراییه رییس امانوف وویل چې له امنیتي ارزیابۍ وروسته به ډېر ژر د پروژې ساختماني چارې پیل شي.هغه د افغانستان د حکومت له همکارۍ او همدا راز د ټاپي پروژې د امنیتي تدابیرو د تامین قدر داني وکړه.



اعلان