امریکا : دالوتکو ټکر پیښه کې ۱۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتي ده

سيمه او نړۍ

امریکا : دالوتکو ټکر پیښه کې ۱۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتي ده

198

د امریکا د الاسکا په ایالت کې  دوه سمندري الوتکو چې د یوې سترې سیاحتي  کښتۍ  مساپر يي انتقالول  په هوا کې سره  وجنګیدې.

د الاسکا چارواکو په وینا پدې پیښه کې  لږ تر لږه  ۵ تنه مړه او لس تنه نور ټپیان شوي دي.

پیښه د الاسکا ایالت  په جنوب ختیځه برخه کې رامنځته شوې ده . د الاسکا د چارواکیو په وینا  پدې پيښه کې یو تن پیلوټ او ۴ تنو مساپرو ژوند د لاسه ورکړی او لس تنه نور ټپیان شوي دي.

همداشان یو تن  مساپر لا درکه شوی دی چې د موندولو په خاطر يي پلټنې دوام لري.

د ټپیانو نه هم  د یو تن روغتیايي حالت  باریکه  دی.

 



اعلان