طالب مشر: امریکا ماتې ته نږدې ده، ژر به ووځي

افغانستان

طالب مشر: امریکا ماتې ته نږدې ده، ژر به ووځي

419

امریکا غږ انګليسي په يو رپوټ کې د طالب مرکچي پلاوي مشر خبرې راخيستې دي.

شېر محمد عباس ستانکزي يوې غونډې ته په خبرو کې ويلي چې امریکا په افغانستان کې ماتې ته نږدې ده او ژر به يا د هوکړې او يا د زور له لارې له افغانستانه ووځي.

د ستانکزي د خبرو ويډيو په ټولنیزو شبکو کې هم ډېره لاس په لاس شوې ده. ستانکزي په خپلو خبرو کې د برتانيې او شوروي په ماته کې د افغان ولس زړورتيا او د امريکا پر ضد د افغان ولس مقاومت ستايلی دی.

"خدای موږ سره د درې زبرځواکونو ماته کې مرسته کړې."

ستانکزي زياته کړې، ژر به له افغانستانه د امريکا د وتلو خبر واورئ.

ستانکزي د ولسمشر محمد اشرف غني په اړه ويلي، هغه شوروي ضد افغان جګړه کې ګډون نه دی کړی، خو وايي چې دوی (غني) شوروي ته ماته ورکړې.

د امريکا غږ رپوټ زياتوي، ستانکزي په خپلو خبرو کې د شوروي ضد جګړه کې له افغان مجاهدينو سره د امریکا د استخباراتو (سي ای اې) د مرستې يادونه نه ده کړې.



اعلان