مسلمیار: شپنیو عملیاتو کې له نوي سلنه زیات ملکي وګړي وژل کېږي

افغانستان

مسلمیار: شپنیو عملیاتو کې له نوي سلنه زیات ملکي وګړي وژل کېږي

405

د سنا مجلس مشر شپنیو عملیاتو کې د ملکي وګړو وژلو ته په غبرګون کې ویلي چې کورنیو او بهرنیو ځواکونو د وسله والو مخالفینو په هدف ګرځولو کې لسګونه ځله سهوې کړی او بې ګناه ملکي وګړي یې تر برید لاندې راوستي.
د اوا د رپوټ له مخې، فضل هادي مسلمیار نن د مجلس غونډې ته ویلي، د شپنیو عملیاتو ۹۵ سلنه اشتباه وي او د ملکي وګړو د وژلو لامل کېږي.
د مجلس بل غړي زلمي زابلي د شپنیو عملیاتو د ودرېدو غوښتنه کړې.
زابلي ویلي چې دغو عملیاتو هېڅ ګټه نه ده کړې.
دا غبرګونونه وروسته له هغه ښودل کېږي چې دوه ورځې وړاندې صفر دوه قطعې د ننګرهار په چپرهار کې څلور ملکي وګړي په شپنیو عملیاتو کې ووژل.
وژل شوي کسان د پوهنې برخه کې د دولت مامورین وو.
دغو وژنو توند غبرګونونه وښودل شول او ټولنیزو شبکو کې وغندل شول.
له کابله یو پلاوی جلال اباد ته د دغې پېښې د پلټلو له پاره تللی دی.



اعلان