په زابل کې له دادالله منصور اوخارجي ازبکانو سره د طالبانو جګړه

نظر او تحليل

په زابل کې له دادالله منصور اوخارجي ازبکانو سره د طالبانو جګړه

750

(د عبدالحی مطمﺉن له نوې چاپ شوي فارسي کتاب نه ژباړه)


د طالبانو د مشهور قوماندان ملا دادالله ورور"ملا بخت" يا اخترمحمد چې په هلمند کې د دادالله له شهادت نه وروسته يې پرځان د منصور دادالله نوم کیښود او له طالبانو سره د تاوتریخوالي د پیل تفصیلات يې په دې کتاب کې بل ځای هم ذکرشوي.
دلته يې د ورستۍ جګړې او وژل کیدو نوي ترلاسه شوي جریانات راوړو.

د ۲۰۱۴میلادي کال په اخیرکې منصور دادالله په لومړی ځل له پاکستانه بی کوره د پکتیکا د "وړمه مۍ" په نامه سیمې ته راغی، هلته ځایي قوماندان عبدالله هنر تازه له داعش سره بیعت کړی و، دادالله منصور غوښتل چې دلته پرځان خلګ راټول کړي او دا ځای مرکز وګرځوي، خو عبدالله هنر هغه ته مخه ورنکړه او خنډونه يې ورته جوړ کړل.

د ۲۰۱۵ د جنوري په اتلسمه منصور دادالله په دوهم او وروستي ځل له بلوچستانه د هېواد د زابل ولایت خاک افغان ولسوالي ته کډه شو اوهلته يې غوښتل د کاکړو د قوم په مرسته ځان مضبوط کړي.
د همدې کال د فبروري پر لومړۍ نېټه يې رسنيو ته د خپل تګ خبر او علت په ډاګه کړ.

کله چې د ۲۰۱۵ م کال د وړوکې اختر په ورځو کې طالبانو د ملا محمد عمر مجاهد د وفات رسمي اعلان وکړ، منصور دادالله دا ښه فرصت وګاڼه او د نوي امیر پرضد يې د بغاوت اعلان وکړ او ډول ډول تبليغات يې هم د ویډويي ویناوو له لارې پيل کړل.
د طالبانو مشرتابه د هغه پرضد د کوم فوځي پلان اراده نلرله، ځکه هغه له خبرو ور هاخوا کوم ځوا ک نه و او ده ته ورته خبرې نورو کسانو هم کولې، چې بیايي ځیني بيرته طالبانو ته تسلیم او ځیني يې مایوسه پرځای کیناستل
له داد الله منصور سره پخپله کومه ستره ډله او جنګیالي دا وخت نه وو، بلکي په قومي تړون يې ځان په سیمیزو طالب قوماندانانو کې ځواکمن کيدل غوښتل.
د دې سیمې کاکړ قوم ۴ ټبره او قبیلې وي د هر ټبر نه یو طالب قوماندان و، د دي سیمي د کاکړانو د ۴ پښو ۴ قوماندانان: د خالد، عبدالله حقمل، حنفی او نوراني په نومونو وو، په دوي کې ځواکمن او زړور خالد او حقمل وو، کله چې د طالبانو او دادالله منصور ترمنځ لانجه زیاته شوه، نو خالد د طالبانو او منصور دادالله ترمنځ جګړه کې له طالبانو سره ودرید او عبدالله حقمل کوشش کاوه چې د جنګ مخه ونیسي، خو نه یې په دې جنګ کې د طالبانو ملاتړ وکړ اونه يې د منصور دادالله په مرسته اول وار جنګ کول غوښتل، مګر وروسته يې د دادالله د ساتني په موخه د هغه د دفاع کوشش وکړ.

دا وخت له منصور دادالله سره په شخصي توګه يو څو تنه اوسیدل. په دي کې د عبدالله نعیم په نامه د پکتیکا يوتن چې د يو بل قوماندان عبدالله هنر کلیوال و؛ درې تنه د بادغیس کاکړان وو؛ له هلمنده د طالب قوماندان مولوي رحمت الله ۳ تنه وسلوال ورسره یوځای سوي وو، یوتن د جلال اباد نه د مولوي محمد یونس خالص وراره مولوي قلندر و. درې تنه چیچنيايان وو او يوتن کشمیری هم ورسره و.

منصور دادالله د عبدالله حقمل په کورکې له خلګو سره ناسته پاسته او ليدل کتل کول .

د مرحوم مولوي محمد یونس خالص وراره مولوي قلندر چې له منصور دادالله سره اوسیده او په جنګ کې د طالبانو لاس ته ورغی او طالبانو معاف کړ، وايي: چې منصور دادالله ته په راتلونکو خلګوکې یوتن د حافظ سلطان په نامه و، چې په خپل موټر کې به تلو راتلو او ګمان کیده چې د کندهار له دولتي مقاماتو سره يې هم اړیکې لرلې، دا حافظ سلطان بیا د ترکیې په جعلی مذاکراتي غونډه کې هم لیدل شوی و، چې ټوپۍ يې پرسر او پټو يې پرځان تاو کړی و.
بل تن د پوخ عمر لرونکی د عبدالرحمن یا رحمت الله وردګ په نامه سړی ورته راتللو او مشورې به يې ورکولې، غالبا دا هم هغه رحمت الله وردګ و، چې د ترکیې په جعلي غونډه کې يې ځان د طالبانو رسمي استازی معرفي کړی و.

د مولوي قلندر په وینا بل کس د اعظم لا لا په نامه ورته تلو راتلو او بل کس د هلمند يوکاکړ د عبدالله صمیم په نامه ورته تلو راتلو.
د طالبانو مشرتابه د سمیزو ملایانو او قومي خلګو له لارې کوشش وکړ او مستقل هیئتونه يې را واستول چې دادالله منصور قانع کړي چې د طالبانو د تحریک له فوځي مخالفت او دښمني نه لاس واخلي او د خارجي یرغل پرضد د یوه طالب قوماندان په توګه د طالب مشرتابه اطاعت وکړي، چې په دي صورت کې به طالبان ټول ممکن وسایل اودده د خوښې مقام هم ورته وسپاري.

که څه هم مرحوم ملامحمد عمر په خپل ژوند کې د دادالله منصور په اړه په يوه مشهور پیغام کې ویلي و، چې منصور دادالله په خپل تحریک نه پریږدي، د مرحوم ملامحمد عمر په وینا منصور دادالله نه پخوا په امارت کې و اونه به په راتلونکي کې وي. خو د طالبانو دوهم امیر ملا اختر محمد منصورغوښتل چې منصور دادالله نه يوازي په تحریک کې پریږدي، بلکې دنده هم ورکړي، همداراز کله چې منصور دادالله له پاکستاني زندانه راووت نو اخترمخمد منصور هغه ته د خپلو وسلوالو داکمال لپاره نغدې پیسې ورکولې او له کله نه چې هغه په زندان کې و، هم طالب مشرتابه د هغه کورنۍ ته مکمل مالي مصارف ورلیږل.
بل پلو دا وخت چې دادالله منصور د مستقل فعالیت او ډلې اعلان کړی و او د طالب مشرانو پرضد يې بغاوت اعلان کړی و، په عین همدې وخت د زابل په ۴ ولسواليوکې تت شويو ازبکو او نورو خارجي جنګالیو يولوی شمیر د داعش له ډلي سره ځان تړلی اعلان کړی وو. دلته د پخواني ازبک فلمی ستوري په مشري چې نوم يې پرځان عثمان غازي ايښی و، یوې سترې خارجي ډلې له داعش سره پیوستون اعلان کړی و.

دا ازبکان او ورسره د منځنۍ اسيا نور جنګیالي، همداراز يو محدود شمېر ایغوریان، پر وزیرستان د امریکايي بمباري او پاکستانی فوځ له سختو عملیاتو وروسته د افغان طالبانو د ځایی قوماندانانو په مرسته زابل ته را وستل شوی وو، چې ټول ټال له ۲تر ۳ سوو کورنيو خلګ وو، طالبانو هغوي مظلوم او مهاجر اقلیت ګاڼه، خو د داسې ستونځې توقع یې نلرله.
د دوي د کورنيو مالي مصارف هم د طالبانو مالي څانګو د مشرتابه په امر ورکول.
دوي په څلورو ولسواليو کې د طالبانو په رهنمايي تیت کړای شوي وو. ارغنداب، میزانه، دای چوپان او خاک افغان.
خو اصلي مرکز يې خاک افغان و او ډیری خلګ اومشران يې په خاک افغان ولسوالي کې وو.

د دادالله منصور د پخواني ملاتړي او د دې جګړې د عیني شاهد اوجنګیالي مولوي قلندر په وینا د ملامحمد عمر د وفات له رسمي اعلان نه یوه هفته وروسته د خاک افغان ولسوالي په "خرني" بازارګي کې دادالله منصور د داعشي ازبکانو له مشرانو سره وکتل او ترمنځ يې له پخوا هم رابطه کوونکي کسان وو.
د ملا قلندر په وینا منصور دادالله په کاکړ قوم کې د شخصي نفوذ کوشش کاوه اوله ازبکانو سره يې اخیر کې مناسبات ښه نه ږو، ځکه هغوي خپله يو مستقل فوځي پروګرام او پلان لاره، دادالله منصور ته هغوي ډیر زیات اهمیت نه ورکاوه، بل خوا د همدي ازبکانو د تنظیم لپاره له بهر نه هم د داعش پلویان راغلي وو، ترڅويې د طالبانو پرضد منظم او وجنګوي.
د ملا قلندر په وینا که د طالبانو لخوا عملیات نه وای پيل شوي، نوښايي د ازبکانو او منصور دادالله ترمنځ جګړه او تاوتریخوالی رامنځ ته شوی وای، ځکه دواړه لوري په دي هڅه کې وو، چې په سیمه کې مستقل ځواک جوړ شي يو او بل يې نه منل او دواړو لوريو افغان خواخوږي لرل.

خو طالبانو ته دا ډول مشکلات نورو سیمو کې هم پیداشوي وو، هغوي د حکمت عملي له مخې هر لوري ته ډیری متزلزل شوي خلګ تر ډیره قانع او خوشحاله کړل، دلته هم همدا پالیسي وه، مګر د هزارګانو تښتول شويو میرمنو تر وخت وړاندي د جګړې اسباب وزیږول.
د طالبانو مشرتابه له يوې خوا دادالله منصورته سمییزعلما‌‌ء اوځایي طالب مشران جرګه کړل ، بل لورته يې ازبکانو ته د امارت د استخباراتو يو تن مرستیال حاجي جنت ګل له يوه هیئت سره را واستاوه، ترڅو هغوي په نزاکتونو پوی او قانع کړي او په سیمه کې يې له خپلسره حرکاتو لکه د سړیو او ښځو له تښتولو را وګرځوي. جنت ګل د ازبکانوله پخواني مشر طاهریلداش سره وخت تیر کړی و او له ازبکانو سره يې له پخوا دوستانه اړیکې لرلې.
مګر د هغه هڅې هم ناکامه شوې.
د ځايي ازبکانو او نورو خارجي وسلوالو لخوا د ښځو تښتولو لړۍ له دې نه پيل شوه چې لومړی د میزانې اوسیدونکو ازبکانو د خپلو ځایی پلویانو په مرسته د کابل -کندهار له عمومي سړک نه ۳ کاسټر موټرونه را وګرځول, چې سورلۍ يې ټول هزار هيواد وال وو. دوي غوښتل چې د دولت له لوري بندیان شوي څو تنه ازبکان او خارجي وسلوال د دغو یرغمل شويو هزارګانو په تبادله راخوشي کړي.
هغوي د لومړي ځل لپاره په دې هڅه کې بريالي شول ، دولت د هغوي بندیان د یرغمل شویو هزارګانو په تبادله کې ورخوشي کړل. خو په کوم ځای کې چې هغوي د تبادلي لپاره پروګرام لاره،څو ورځې وروسته دولت له همدې ځای سره عملیات وکړل او دوهم ځل يې د ازبکانو درې نارینه او يوه زخمي میرمن له ځانه سره بو تلل.

ازبکانو او د هغوي داخلي همکارانو د دې په ځواب کې د زابل او غزني په غرني سرحد کې د"سنګ ماشه" په نامه له هزاره میشتې سیمې نه د هزارګانو يو د سورليو موټر چې له هزاره توکمه میرمنو او نارینه سورليو ډک و، راوګرځاوه او ټولې سورلي يې له ځان سره یرغمل کړل.
دا یو ناودوده عمل و، د سیمي د خلګو ترمنځ لوی ناورین وزیږید، ځکه دلته سني پښتانه او شیعه هزاره څنګ په څنګ سره اوسيږي او خپل همسایه توب ته دو طرفه قومې اصول لري.
هزارګانو له خپلې سیمې سره پر سرحد د پراته کاکړو يوه کورنۍ زنانه او ماشومان یرغمل کړل چې دا کورنۍ په کاکړو کې د تر ټولو سترې قبیلې (عبدالله زو کاکړو) له شاخه وه ، کاکړانو له منصور دادالله نه مرسته وغوښته ، هغه څه ونکړل اونه يې کولای شول، د کاکړو قومي مشرانو طالبانوته عریضه وکړه، طالبانو ازبکانوته خبر ورکړ، چې د هزارګانو تور سرې ژر تر ژره خوشي کړئ دا دافغانانو په عنعنه او اسلام دواړو کې نامشروع عمل دی، خو د هغوي هغه ډله خلګو چې دا کاريې کړی و، له داعش سره وار له مخه لا بیعت کړی و او د طالبانو له هر ډول امر منلو نه يې انکار وکړ، په دې سره د سيمې لوی اکثریت د منصور دادالله او او خارجې وسلوالو مخالف شول، طالبانو د دغو بندیانو د خوښي کولو پریکړه وکړه، لویه جنګي قطعه يې ورپسي راوستله د ۲۰۱۵ د نومبر میاشتې په لومړيو ورځو کې يې هغوی محاصره کړل، کومو ازبکانو چې مقاومت وکړ له هغوۍ سره سخته جګړه وشوه اودرانه تلفات ورته ورسیدل، اکثره یرغمل شوي زنانه او مردانه هزارګان خوشي کړای شول، خو ۷ زنانه چې هغوي له ځانه سره ارغنداب ته وړي وې، هغه يې وژلي وي او د ځینو لاشونه يې هم سوځولي وو، چې په دي کرغیړن عمل سره يې د داعش ريښتنې پيروي په ډاګه کړه، په دې جګړه کې دادالله منصوراو مخالفو ازبکانو او ځايي ملاتړو په ګډه د طالبانو په خلاف جنګ وکړ، په جګړه کې دادالله منصور په ښۍ سترګه او چپه پښه سخت ټپي شو او په سیمه کې يې ځان غایب کړ.
طالبانو په سیمه کې د پټ شويو جنګالیو او پاتې هزاره میرمنو د لټون لپاره په کور کور تلاشي پيل کړه، په دریمه ورځ طالب وسلوال د دادالله منصورد پلوي قوماندان عبدالله حقمل کورته ورغلل. چې زنانه اوماشومان ورنه ۳ ورځې مخکې وتلي وو، دلته دادالله منصور له دوو کسانوو سره پټ و، دوي پرطالباونو ډزې وکړي، دو طرفو ډزو ۶ ساعته دوام وکړ اخیرکې د دادالله منصور په وژل کیدو جګړه پای ته ورسیده، دا د نومبر دمیاشتې ۱۱م مازیګر و



اعلان