د غزني څمڅې

د پرون کيسه

د غزني څمڅې

114

د ۲۱ میلادي پېړۍ په سر کې کله چې د نړۍ لرغون پوهان د بامیانو ماتې مجسمې او نور تاریخي اثار پلټل، د اطالوي پوهانو یوې ډلې د غزني په څمڅو څېړنې کولې.
دوی لومړی “نی کلا” ته ورغلل. د عربانو د حملو په وخت دا غار او کلا د زابلستان د واکمنو پناه ځاې و. بیا په ۹ میلادي پېړۍ کې د يعقوب بن ليث نه په تيښته شاهي ټبر په نی کلا کې میشت و. وروسته دوی ونيول شول او ځینو يې اسلام ومنلو. د نی کلا او ورڅېرمه غارونه د شهزادگانو د خوندي ساتلو ځایونه وو. کله چې حاکمان د جنګ لپاره میدان ته وتل نو شاهي خزانه او زامن به يې دلته ساتلي وو.
وروسته دا ځاې غزنویانو د شاهي ذندان په توګه کاراو. د سلطان مسعود درباري شاعر سعد سليمان او پخپله د سلطان مسعود زوې هم دلته بندي و. دلته يو زيارت تالا بيگم د غزني نه “ناور دشت” ته په لاره ښکاري.
د اطالوي لرغون پوهانو د ډلې مشر “جیواني ویرادري” لیکي چې ” د زمکې طبعي پیښو دغو څمڅو ته د تلو لارې هم اړولي دي.” د افغانستان د نورو سیمو په شان د غزني په غرونو کې د زلزلو او د واورې د طوفانونو له کبله تیږې چودیدلي او ځینو ځایو کې یو لوی درز (چود) غر په دوو برخو ویشلې ده. په دې د غرونو شکل هم اوختې دې.
د غزني غارونه چې د ۳ نه تر ۶ میلادي پېړیو، بودایی راهبانو توږلي، مستطيل شکل او دننه د مربع خونې گنبدي چت لري. دغسې جوړښت د باميانو په څمڅو کې هم په سترګو کېږي. د پلټنو لپاره دغه پوهانو هرې څمڅې ته یو نمبر (په شمیر) ورکړو.
لومړۍ څمڅه په صنوبر تپه کې او دوېم په سنگدره کې ده. په غار کې دننه ديوالونه داسې توږل شوې چې تر چت يې “پرې” يا د وزر بڼه اخستې ده. دا د ساساني جوړښت اغیز ښایی. هغه څمڅه چې په غر پورې يې ډډه نه ده لگولې، دننه لوري دېوالونه تر چت د وزرو په شکل راوتلي وي. په دې د غارچت لږه برخه ناتوږلې پاتې ده.
د دويمې څمڅې بهرنی جوړښت ټول خوندي و خو په نورو غارونو کې د لوگي د تور والي تر شا سور رنگ ښکاريدو. په ۲ نومره غار کې د يو اس نقش دی چې په غاړه کې يې اميل او په تندې د ويښتو څټوکې دی. د يوناني هنر دغسې یوه بیلګه په بیروت کې هم شته. د ځينو غارونو په ديوال درې ځلې پلستر شوې و چې پکې بوس او خته گډ وو. دا ښایی چې بودایی راهبانو دغه څمڅې ښې ساتلې. د ديوالونو هغه پلستر چې د گوټ “بنۍ یا رپ يې جوړاو، د گندهارا د لومړي دورې (۲ میلادي) نښه وه. په تپه صنوبر څمڅو کې خلک تر ۱۹۷۶ م پورې اوسيدل او په معبدونو کې يې پروړ او بوس ساتلو چې ښایی د گودام په توگه يې کاراو.

په څمڅو کې د بودایی عبادت ځايونو لویه جوپه د قره باغ کې ده چې د ليرې نه په يو اړخ ښکاري. ” شاه کوه” رود د “جيلگه” سيند يوه څانگه ده او د دې یوه دره” زرد الو” تنگي نوميږي. جیواني لیکي،
” دلته په اتم نومره غار کې څوکه دار محرابونه ليدل کيږي چې د بوداي دين د “چېتيا” جوړښت نښې دي.
نهم نومره غار ځانگړې دې چې د يواځې پاتې کيدو لپاره و او يا د امن ځاې و. دا ځاې لوې دې او ددې بيلگه نه په دکن ، نه په چين او نه په باميانو کې ليدل کيږي.
له زرد الو درې تيرېدو وروستو دوی شمال لويديځ کې کله چې ” تمکي ناوه” ته ورغلل، نو د تيږو يو جوړښت يې وليدو چې د سختو بادونو له کبله مخه يې رژیدلې وه. دا د “کوه هومې کلا” نومېږي چې له زمکې ۲۸۱۷ ميټر لوړه وه. دلته په ځينو غارونو کې د راهبانو د مراقبې لپاره د ديوال سره سره چاپيره د ناستې ځايونه و او د ورختلو لپاره څلور پوڼۍ جوړې وې.
د شاه خواجه سيمه درې تپې لري چې جاغوري ته تلونکې سړک پر ښې لاس د “لومان بازار” سره دي.
له دې تر ټولو لوړه تپه، د تيږو جوړښتونه او څو غارونه لري چې زيات يې له خاورو ډک شوي دي. د تپې په سر کې د خښتو دېوالونه ښاي چې دا د تيريدو لارې (کوڅې) وې. دغه ديوالونه په بېخ کې له پخسې (خټې) او د پاسه بیا دوه برخې په کچه (خامو) خښتو جوړ. دلته د مجسمې او ډیوې ایښودلو لپاره طاقچې هم دي. دا سيسټم د سردار تپه په ۵۳ نومره غار او د گلدرې په خانقاه کې ليدل کېږي او ثبت دي. تر ټولو لوې غار ښکته د نورو جوړښتونو په منځ کې دې او تر چت له خاورو او ګټو ډک و. څه چې مو لیدلې شول، هغه په ديوال په يو قطارکې وړې طاقچې او په منځ کې يې هغه بنۍ ده چې يو وخت د مجسمې د ودرولو لپاره کاريده. کيديشي ددې طاقچو د قطار لاندې دغسې بل قطار هم وي چې اوس په خاورو پټ دې. د دې خبرې امکان شته چې دا به د بودا ۱۰۰۰ مجسمو غار وي چې يو وخت يې ډير رواج و. د چين د ” واي” سلطنت له خوا په څمڅو کې د زرګونو بودایی مجسمو ساتل په نورو ځایونو کې د دين يو مهم سمبول گرځيدلې و. په افغانستان کې بل يو ځاې کې هم داسې غار، يا وهارا تر اوسه نه ده موندل شوې چې ددې غار په شان پکې د بودا بې شميره وړې مجسمې په ساده طاقچو کې ايښودل شوي وي. خو د اگۍ په شکل، رنگ شوي ځايونه شته چې پکې د گچو جوړمجسمې لگول شوي دي. يوه بيلگه يې په باميانو کې د ۱۶۴ نومره غار چت دې.
غار “سخي نوک” د غارونو يوه وړه جوپه د گوارگين سيند په گس لاس ليدل کيږي. دا ځاې “باريک” ته نږدې او د سيند پر بله غاړه د سخي نوک نه ۵ کلوميټر لیري ده. د سپين غر شمال ته نږدې د دريو غارونو دغه جوپه د بودایی خانقاو د دورې نه وروستو اباده شوه چې د بودايانو له وتلو وروستو هم پکې انسانانو ژوند کړې دې.
یوه بله لرغونې سیمه “کوه ايل” نومېږي. د تيږې جوړ شوې دا تخت د “ناوه قلندري” د بيديس کلي نه بره لویديځ لوري ته په غر جوړ دې.
“غار شاه” د “قل ايلياد” په کلي کې ۷ څمڅې په ۳ پوړو کې پراته دي. د تپه حصار نه ورته د پښو لاره ده او د بايک د غره لمنه ترې راتاو ده. هلته د رسيدو لپاره د قل شاه مردان نه تيريږي. تپه حصار او بالا خانه کې د بايک او لالا خيل غارونه د دريا الواده څنگ کې دي. دا ځاې کوتل ريگ گردن ته نږدې دې.
د زیتون تپه هم د لویو خانقاو لپاره مشهوره ده او د دې په څمڅو کې د یو بل د پاسه دالانونه جوړ دي. دا ځاې د “باسول او فولادي” څمڅو ته ورته دی. د دې ځانگړتيا دا ده چې په لوی لاس پلان شوي دي. بله دا چې ټول غارونه نيمگړي پاتې دي یاني جوړونکي یا خو د افت له کبله وتښتیدل او یا پرې بل باچا راغلو او دا ځای يې خوشې پریښودو. د تاريخ ثبتولو او د ڼيټې د معلومولو لپاره دا يوه مهمه نښه ده.
د څو وړو کوټو نه پرته چې په څلورم پوړ کې دي او ښایی بودایی راهبانو د اوسیدو لپاره وو، نور ټول د عبادت ځایونو نښې لري. په دې کې ځينې دومره لوې دي چې په افغانستان بلکه په ټول مرکزي ايشيا کې څارې نه لري.
په غزني کې د هغو دوو ستوپو زکر هم پکار دی چې يو تپه سردار ته نږدې په “کوه پهلوان” کې وه. بله سټوپا جغتو ته تلونکي د قافلو په لاره ديره پخوا ويجاړه شوې ده.
د غزني په غارونو کې د تیږې د زمانې راهیسې انسانانو ژوند کړې دی او پکار ده چې منظم پلټنې ورباندې ووشي.
صفیه حلیم

سرچینې
۱. په افغانستان کې د جاغوري او د غزني د قره باغ غارونه.
جيواني ويرادري او ايليوپاپاراتي
د ايټاليې د افريقاي او ختيځ پوهنې د مطالعاتو مرکز. روم- ۲۰۰۴ م- د ۲۰ نه تر ۹۴ مخ.
۲.په افغانستان کې بودایی اثار.آر-بي- ناراین. دریم باب- ۱۱ مخ. کالاپرکاش-واراناسي. ۱۹۹۱م.
۳.شهر ضحاک او په افغانستان کې د بامیانو د درې تاریخ- پي- ایچ- بي. بیکر او ایف آر. الچین.
۳. د قره باغ لیکوال نصیر احمد نه مننه چې ځینې نومونه او معلومات يې سم کړل.

د خپریدو نېټه – ۱۲ مې ۲۰۱۹ م

د لیکوالې له بلاګ څخه



اعلان