د اسراییلو له لوري ویشتل شویو بمونو کې فلسطینۍ ښځې ګلان کرلي

راپورونه

د اسراییلو له لوري ویشتل شویو بمونو کې فلسطینۍ ښځې ګلان کرلي

607

اسراییلو له څه وخته د فلسطین له خاورې د ظلم او وحشت ډګر جوړ کړی او په فلسطینیانو یې د بمونو د ورولو سلسله روانه ساتلې ده، خو یوې فلسطینۍ ښځې د اسراییلو د اوښکي بهوونکي بمونو (ګرنېټونو) څخه خوږ بویه ګلدانۍ جوړې کړي او د سولې پېغام لېږدوي.
دغه ښځه د رمله په کوچني ښارګوټي بلین کې اوسېږي. دغه ښځه د اسراییلو له لوري په ځایي فلسطینیانو ویشتل شوي خالي ګرنېټونه راټولي او ښکلي ګلان په کې کري.
له دغو ګرنېټونو یې اوس یو باغ جوړ شوی دی. دغه باغ په هغه سیمه کې دی په کومه چې فلسطینیانو دوه کاله وړاندې په محکمه کې د ملکیت دعوی کړې وه.
د دغې فلسطینۍ ښځې د باغ تصویرونه په سوشل میډیا خپاره شوي دي.



اعلان