باټ او یندره

د پرون کيسه

باټ او یندره

149

زمونږ په کوڅه کې به یو غټ سړی کله نا کله غږ وکړو چې د اوسپنې یو لوی “څرخ” به يې په شا بار کړی و. دا به يې د وړوکې میدان په یو ګوټ کې ودراو. د هر کور نه به ماشومان د لویو وړو چړو، چاقوانو، قینچي او یو چا به تبرګی نیولې د څرخ په لوري روان وو.
په ماشومتوب کې به مونږ قینچي لاس کې نشوه اخیستی- د مخې سره به مې مور راباندې پنجه ووهله او زما د کاغذ پریکول به په ځای پاتې شو. د اوسپنې یوه که توره لویه قینچي د جامو ګنډلو مشین په صنوق کې پرته وه. بله وړه سپینه قینچي به د پلار د حجامت په بکس کې و. هغه به مو له ویرې نشو اخیستې ځکه پلار راته په سخته ویلي وو چې قینچې د ماشومانو د لوبو شی نه دی. خو د څرخ والا سړي ته د چړې یا قینچي د تېره کولو لپاره به زه ورتلم. کله کله د سېل لپاره هم د نورو ماشومانو په ډله کې ودریدم.
هغه به چړه نیغ نیولې وه او په یوه پښه يې لوی څرخ تاوولو. کله چې چړه یا قینچي اوسپنه به د یو تیږې ته نزدې کړه نو د اور بڅرکي به راوالوتل. دغه ته ماشومان حیران او خوشاله وو. د چړې اوسپنه به يې د تېره کولو نه وروسته په ګوتې لمس چیک کوو. کله کله به يې ګوته د خلې په لاړو (توک) لمده کړه او د چړې اوسپنه به يې چیک کړه. کله کله به يې ماتې چړې ته لاستې هم اچولو.
د چړو او چاقوانو تیره کول د لرغونو وختونو نه د انسان ضرورت و. د اوسپنې په دوره کې انسان د چاقو او تبر په شان الات له اوسپنې جوړ کړل. خو دا هم ورته جوته شوه چې د څه وخت له تیرېدو وروسته، چاقو پڅ شي. دا هغسې غوښه نه پریکوي لکه چې پخوا به يې پریکوله. آهنګرانو به د تورې یا د چاقو تیره کولو لپاره زیږه تیږه او نایانو به د خپلې پاکۍ د تیره کولو لپاره د څرمنې یوه فیته کاروله.
څومره چې د چاقو پتره د تیږې سره نزدې مښل کېده، هم هغه هومره به دا تیز وي. د دې لپاره په تیږې یوه اندازه زور لګوي چې عام کس پرې نه پوهېږي. که څوک د ده پایه وکاروي نو ممکن چاقو په دوو ټوټو پريکړي. د دې لپاره په تیږې د چاقو زاویه برابر پکار وي. دا ۲۰ نه تر ۴۰ درجې زاویه وي. د ډېر تیز چاقو لپاره ۱۰ درجې زاویه پکار وي. هغه چاقو چې د پریکولو لپاره کارېږي ممکن ۲۵ درجې زاویه ولري.
د اپریشن جراحي کې کاریدونکي چاقو ډېر تیز وي خو نری وي او یو ځل د کارولو نه وروسته يې غورځوي. د ږيرې د خرئیلو لپاره کاریدونکې پاکي یا بلیډ هم دغسې وي. د پخلنځې چړه ډېره تیزه نه وي او ممکن زیات وخت کار ورکړي. د تبرخله هم ډېره تیزه نه وي او د لرګي د پریکولو لپاره بس وي. کیدېشي کله نا کله يې تیز کړي خو هره ورځ يې اړتیا نه وي. په لویدیځ کې د پخلنځي چاقو ډېر تیره نه وي ځکه په کور کې ماشومان هم وي او کله نا کله میرمنې لاس یا ګوته ورسره پریکوي خو په ایشیا کې چړه ډېره تیزه وي او په تیره بیا چین جاپان او ختیځ ایشیا ملکونو کې.
چړه به ولې پڅه شوه؟ د هډوکي، واوره او یا د سخت شی د پریکولو سره. د تیزابي میوې لکه لیمو، ټماټر او مالټې سره اوسپنه ورژېږي. د سخت حرارت یا د وینځلو صابون او سوډه هم د چړې اوسپنه رژوي. د چړې د تیره کولو څو مرحلې وي. یوه دا چې د دې پورا څنډه پریکړې شي او بیا نوې جوړه شی. په تیږې د اوبو، تیلو، په کارولو یا د ریګمال سره يې تېره کړي.
د څرخ تیږه به آهنګرانو پخپله غوره کوله او بیا به يې ورته د ګول ژرندې شکل ورکړو. په هند کې به دغسې تیږه د دې په جنوبي (دکن) غرونو نه پریکوله. دغسې تیږې د لویو غرونو نه له بیلیدو وروسته به څو ورځې په اوبو کې به يې ایښې وې. بیا به يې په اوسپنې بره قت ورته و سولاو چې لاندې نه زیاته مهینه تیږه راووځي. د هغه تیږې کیفیت هم د هر تیره څوکې پورې وي.
د څرخ د نورو نومونو معلومولو لپاره مې یو تصویر په فیسبوک خپور کړو. د هرې سیمې خلکو راته د دې نومونه ولیکل. “باټ- څرخ او څرخګر- یندره او اندره- څاڼه او ساڼه- د نوزي څرخ- شوول او داسې نورو دودیزو تورو سره سره د اوسنۍ پښتو “وسپن توږی” هم چا ولیکلو.
د تصویر څرخګر ممکن د پښتونخوا وروستی کس وي چې چړی تیره کوي. راتلونکي کول ممکن اصل باټ او یندره یو خیالي مشن وګڼي.

د لیکوالې له بلاګ څخه



اعلان