د ولسي جرګې د فرهنګي کمیسیون مشاوره مینه منګل ووژل شوه

افغانستان

د ولسي جرګې د فرهنګي کمیسیون مشاوره مینه منګل ووژل شوه

637

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، پخوانۍ افغان خبریاله مینه منګل د شنبې په ورځ د کابل ښار اتمه حوزه(رحمان بابا مېنه) کې نامالومو کسانو په ډزو وژلې ده.
د دغه وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي، مینه منګل دندې ته روانه وه چې له برید سره مخ او ووژل شوه.
مینه منګل دا مهال د ولسي جرګې د کلتوري کمېسون سلاکاره وه، خو له دې مخکې تر لسو ډېر کلونه افغان رسنیو په تېره تلوېزوني چینلونو کې پروګرام جوړوونکې او ویانده پاتې شوې ده.
مینه منګل پر خبریالۍ سربېره له ادب او هنر سره مینه لرله او وخت ناوخت یې شعر هم لیکه.
افغانستان د خبریالانو لپاره یو ناامن هېواد بلل کېږي، په روان لمریز کال کې دا دویمه پېښه ده چې یو خبریال وژل کېږي، خو تېر کال د افغان خبریالانو لپاره تور کال و، په دغه کال کې شاوخوا شل خبریالان او د رسنیو کار کوونکي ووژل شول.



اعلان