اندونیزیا کې هوایي پوځ خلک پېشنمي ته راپورته کوي

پام وړ

اندونیزیا کې هوایي پوځ خلک پېشنمي ته راپورته کوي

1302

اندونیزیا د نړۍ یو له زیاتو نفوس لرونکو هېوادونو څخه دی. ټولې کې څلورم او مسلمانو هېوادونو کې بیا لومړی دی.
دغه هېواد له سلګونو جزیرو جوړ دی چې جاوا په کې له زیات نفوس لرونکو جزیرو څخه دی.
دغه هېواد کې هوایي پوځ د جنګي الوتکو په واسطه خلک پېشنمي ته راپورته کوي.
د اندونیزیا د هوایي پوځ ویاند سوس یورس ویلي چې پیلوټان یې د شپې مهال د الوت ځانګړی مهارت لري.
اندونیزیا کې له کلونو دغه څه دود دي.
ویاند یورس زیاته کړې چې د دغه کار موخه د ولس او پوځ تر منځ د اړیکو پیاوړي کول دي.
یورس دا هم مني چې په ځینو خلکو دغه څه ښه نه لګیږي.



اعلان