ایران: داقتصادي بندیزونو د فشار له امله مجبور یو چې افغان مهاجرین وباسو

سيمه او نړۍ

ایران: داقتصادي بندیزونو د فشار له امله مجبور یو چې افغان مهاجرین وباسو

142

ایران ویلي دي چې د اقتصادي بندیزونو د فشارونو په صورت کې مجبور دی چې له خپل هېواد څخه افغان مهاجرین وباسي.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال عباس عراقچي پرون ویلي دي چې د امریکا  د بندیزونو په پایله کې د عایداتو د بهېر د دوام د کمښت او سقوط په صورت کې،ممکن د افغان مهاجرینو څخه وغوښتل شي تر څو ایران پریږدې.

عراقچي یو تعداد روزګارونو ته چې د افغان مهاجرینو په اختیار کې دي اشاره کړي او ویلي یې دي چې په مجموع کې د دوه میلیونو مهاجرینو د روزګار څخه هرکال د ایران څخه د ۳ څخه تر ۵ میلیونه یورو  بهرته ویستل کیږي او نورې پیسې د ۴۶۸ زرو زده کوونکو او ۲۳ زره محصلینو په زده کړو لګول کیږي.

نوموړي څرګنده کړه چې د افغانستان د ټولو اتباعو ویستل به د امریکا په غاړه وي.



اعلان