د ملامحمدعمر د مرستیالانو ملاعبیدالله، ملابرادر او ملا ګل اغا د اسارت ناويلي رازونه

نظر او تحليل

د ملامحمدعمر د مرستیالانو ملاعبیدالله، ملابرادر او ملا ګل اغا د اسارت ناويلي رازونه

5125

د عبدالحی مطمئن له نوي چاپ شوي فارسي کتاب نه ژباړه:


د ۲۰۰۷ کال په لومړۍ میاشت کې د بلوجستان له ایالت سره په تړلې سرحدي سیمه کې ملا عبیدالله د وسلې د رانیولو په هڅو کې بوخت و، چې د پاکستاني استخباراتو لخوا ونیول شو.
ملاعبیدالله که څه هم د ملامحمد عمر د فرمان مطابق دوهم نایب بلل کیده، خو څنګه چې هغه د طالبانو په واکمني کې د اوږدې مودې لپاره د دفاع وزیر پاتي شوی و اوهم د افغان شوروي د جهاد پر مهال د ملامحمد عمر نږدي وسلوال ملګری و، نوځکه يې په نظامي طالبانو پراخ نفوذ لاره او اکثره جکړیزي چارې هم ده سمبالولې.
هغه بي ساری زروړ اود کلک هوډ خاوند و، يوځل يې مجلس کې وویل که غواړي د امریکايي یرغل په وړاندي مقاومت په پښو ودوروئ نو زما په شمول دا ناست مشران دي ټول مرګ او زندان اوس لا ومني، بیابه ترشا پاتي خلګ دا جکړه ګټي او زموږ قرباني به هغوی ته د جګړي روحیه، عزم او اساس جوړوي.
د زندان د ملګرو له قوله هغه په زندان ګې د اوږدې مودې لپاره تر شکنجو لاندي و، ترڅو په دي خبره اعتراف وکړي چې هغه د طالبانو دوهم مشر ملاعبیدالله دی، خو مرحوم عبیدالله له دې خبرې منکرو.
د زندان یوعیني شاهد امین الحق وايي چې يو ځل ملاعبيدالله اخوند د يوه لوی دیوال له هغې خوانه زموږ خواته راوغورځل شو، چې ډیر په تیزي سره زموږ په منځ کې ګذار شو، خو هغه خاموش و، څو ورځي وروسته چې مې له هغه سره د خبرو او پوښتنو موقع ترلاسه کړه، نوهغه وویل چې کرنلان وايي په دي خبره اعتراف وکړه، چې ملاعبیدالله یم. ستا په اعتراف به موږ ته امریکایان تاج راپه سرکړي! خو عبیدالله ویل چې زړه کې مي وویل چې دا تاج مو والله که رانه په سر کیښود.

تردي وخته نه د عبیدالله کوم تصویرعام شوی و او نه په شکل هرچا پیژاند. خو کله چې وخت تیریدو نو د نورو بندیانو او ځينې جاسوسانو په مرسته پاکستاني استخباراتو هغه پوره وپیژاند، نه د ده په خپل اعتراف!
خو ددې ډول شکنجو نه ښکاري چې ښايي هغه د همدې تکلیف قربانی شوی وي، خو پاکستاني مقاماتو د هغه له مرګه وروسته د هغه دکورنۍ قاصد ته وویل چې هغه د زړه ناروغۍ لرله او له همدې امله ومړ.
هغه د ۲۰۱۰م کال د اګست په ۵مه په يوه مخفي زندان کې وفات شوی و او د ده کورنۍ او د طالبانو مشرتابه له دې ډیر وروسته خبرشول.

د پاکستان لخوا د ملا عبدالغني برادر نیول کیدل

د ملا عبیدالله له نیول کیدو وروسته ملاعبدالغني برادر تر یوه وخته په تنها سر د طالبانو انتظامي مشر و او د ملامحمد عمر هدایات به مشخص هغه ته راتلل، خو وروسته ملا اختر محمد منصور چې مخکي دریم کس و اوس د ملامحمد عمر په فرمان د ملا برادر مرستیال وټاکل شو.

ملا برادر مزاجا حیاناک، دروند اولږ خبرې کوونکی سړی و، هغه د طالبانو د سقوط په جریان کې او لږ وروسته له امریکايي ځواکونو او داخلي ملیشو سره په مخامخ جکړه بوخت و، چې کله د ۲۰۰۳ په لومړیو کې په اروزګان کې سخت ټپی شو، ملګرويې په پټه د بلوجستان يوه پاکستاني روغتون ته دتداوي په موخه يوړ،هغه لا پوره روغ نه و، چې ملامحمد عمر په اډیوي کیسټه کې هغه خپل نایب ونوماوه.
هغه د نیابت په دوره کې په خپله څو ځله په جګړو کي په شپو شپو برخه واخیسته، یوځل د کندهار په پنجاوي کې ترسخت بمبار لاندي راغی.
د ملابرادر ځیني خواص ډیر له ملامحمد عمر سره مشابه و، لکه په ځینې اوامرو کې جدیت، خاکساري او کم خبري کول.
هغه ډیر زیات غریبانه اوساده ژوند کاوه.
کله چې په ۲۰۰۷ کې ملا عبیدالله ونیول شو، د شورا غړو ملابرادر ته د ډیر زیات احتیاط او محتاط اوسیدلو مشوره ورکړه. هغه په ۲۰۰۹ کې د پاکستان د کراچي ښار په يوه څنډه کې اوسیدل غوره کړل، د تلفون پرځای به يې ډیر کار له لیکلي مسیج نه اخیست او خاص کسان يې ارتباطیان ټاکلي و،خو ویل کیږي چې په لوړه کچه دهغه پلټنه او جاسوسي وشوه، د هغه یو زوي په يوه مشهوره پاکستاني مدرسه ګې درس وایه، داهم ویل کیږي له همدې مدرسې نه يې زوی تعقیب شوی و،ځکه چې دغه مدرسه د پاکستاني استخباراتو تر اثر اوتعقیب لاندي وه.
هغه د دوه زره لس په لومړیو کې په داسي حال کې ونیول شو چې له خپله کوره هم چیرته بل ځای ته پټ تللی و، خو ګمان کیږي چې ډیر سخت تعقیب و.
له نیول کیدو وروسته په اول سرکې هغه ته سخت تعذیب ورکول شوی و، په ۲۰۱۳ کې چې له هغه سره د طالبانو د څو قاصدانوته د ملاقات رسمي اجازه وشوه، په دي کې مولوي شهاب الدین دلاورهم و، د مولوي دلاور له خولې راته چا وویل: چې ملا برادر راته وویل چې دومره تکلیف راکول شوی، چې دومره تکلیف زه خپل دښمن امریکايي ته هم نه غواړم، ځکه چې اخیر انسان خو دی!
بل پلو ملامحمد عمر د قاصدانو له لارې درګرده شورا اومهم اشخاصو ته پیغامونه لیږل چې پاکستان میشتي مهم طالب مشران دي په په پاکستان کې پر يوه ځاي تجمع نه کوي او نه دي پرپاکستانی متعلقینو باور کوي

له ۲۰۰۶ نه تر ۲۰۰۱۱ پورې په پاکستان کې ډيرې پراخي نیوني وشوې، په دې لړ کې د ملا محمد عمر يو څو خاص ملګري له سخت تعقیبه وروسته ونیول شول او دا وخت پاکستان ته شک پیداشوی و چې کیدای شي ملا محمد عمر د دوي په خاوره کې وي، دا شک هغوي په کراچي کې د ملامحمد عر د ځینو قريبانو له شتونه اخیستی و، خو دغو قريبانويې پخپله هم ملامحمدعمر په ورستي ځل په ۲۰۰۱ کې په کندهار کې لیدلی و ، نور يې په اړه خبر نه و، د همدي لټون لپاره پاکستان يوڅوتنه د ملامحمدعمر پخواني نږدې ملګري پيدا او ونیول، ترڅو يا ورنه پخپله د ملا محمد عمر او ياهم د هغه د قاصد څرک ولګوي، چې په دې کې يو هم ملا ګل اغا و، ګل اغا د ملامحمد عمرد شوروی ضد جهاد ملګری او بیا د طالبانو د واکمني پر مهال له هغه سره په د فتر کې د يوه ډیر معتمد ملګري په توګه اوسیده، د هلمند ولایت اوسیدونکی و، ډیرتکلیف کشه او د قوي جسم خاوند و.
ګل اغا وايي لومړی يې د ملا محمد عمر دځای ځاګي په اړه څو میاشتي لړزونکي شکنجي راکړې، چې کله يې یقین شو چې ملامحمد عمر په پاکستان کې نشته، نو بیايې دهغه د قاصدانو په اړه ترشکنجي لادي ونیولم، ماته د ځیني قاصدانو درک هم رامعلوم و، خو ځان مي تکلیف ته اماده کړ او اقرارمي ونکړ چې اخیر د ډیرو شکنجو لامله بار بار بی خوده کیدم، اخیر چې لږ ښه شوم بیا امریکایانو رانه تحقیقات کول او بالاخره د پاکستانی استخباراتو د شکنجو لامله د ټيبي(تبرکلوز) مرض ونیولم او تردي حده يې له کاره واچولم، چې کله يې اخیر کې روغتون ته یوړم، ډاکټرانو نظر ورکړ چې ناروغ ښاي کم وخت ژوندی پاتي شي، ځکه چې د طبابت له مخي کوم انسان چې په کمه موده کې ترنیمايي زیات وزن له لاسه ورکړي، هغه مري. د ګل اغا وزن د نیول کیدو پرمهال ۱۱۰ کیلو و، چې دا وخت ۵۰ کیلو ته راکوز شوی و.
ګل اغا وايي د ډاکټر له وړاندوینه وروسته يې د شپي د کوټي ښار په يوه چوک(څلورلارې) کې له موټر وغورځولم، هغه وايي له اوږدې دمې وروسته په کمزوری وجود او لړزیدونکو لاسونو اوپښو رو رو روان شوم او بالاخره د خپلو وروڼو تر کوره ورسیدم، د هغوي د کور تروازه قلف نه وه، زه نیغ د وړوکې کرايه کور وړوکي مهمان خانی ته دننه شوم اوهلته پرغولې وغوړیدم، له څه وخت وروسته ماشومانږ ولیدم او لویانو ته يې خبر ورکړ چې نابلده میلمه د کور مهمانخانې ته راننوتی او په غولي پروت دی، ګل اغا وايي ورور مي راغي او راباندي غږ يې کړل: څوک يې او دلته څه غواړې! خو ما سمي خبرې نشوای کولای بس دومره مي وویل چې : ګل اغا ګل اغا. ورور مې راغبرګه کړه چې ګل اغا نشته ، هغه خو ډیرپخوا لا بندی شوی، خو کله چې ما خپلې سیني ته ګوته ونیوله او بيامي د ګل اغا نوم تکرار کړ. ورور مي يوه ګړي په چورت کې و اوبيا يې هوش کار وکړ او له ښې مطالعي وروسته يې چيغې کړې! هغه زما راتګ ته خوشحاله ، خو حالت مي خپه شو؛ د دې دواړه حالتونو په ترکیب يې سترګي له اوښکو ډکې وي او چیغو يې کورنۍ راخبره کړه.
ګل اغا له اوږدې تداوي وروسته بیرته ژوندی شو، خو هغه پخواني حالت ته تر اوسه ور ونه ګرځید، بلکي يو ناروغ طالب مشر دی او ويل کیږي چې اوس د مالي چارو د مسئول په توګه د هلمند او روزګان په سیموکې له وسلوالو طالبانو سره ژوند کوي.


( يادونه: څنګه چې د دې کتاب مسوده د ملابرادر له راخوشي کيدو وړاندې تکميل شوې، نوځکه د ملابرادر راخلاصيدو ته پکې اشاره نه ده شوې)



اعلان