خليلزاد:د مذاکراتوسست رفتارکافي نه دی. ذبيح الله: خبروکې پرمختګ شوی

افغانستان

خليلزاد:د مذاکراتوسست رفتارکافي نه دی. ذبيح الله: خبروکې پرمختګ شوی

375

پرون د امريکا او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو شپږم پړاو پای ته ورسيد او د طالبانو وياند په ټويټر پاڼه په خپره کړې اعلاميه کې ويلې چې خبرې پای ته ورسيدې، پرمختګ شوی اوپاتي بحثونه به بل پړاوکې وشي.

بل لورته د امريکا د مرکچي پلاوي مشر او د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړې استازي زلمي خليلزاد پرخپل ټويټر په دوو پوسټونوکې د خبرو رفتارسست ګڼلی، خو بيا يېهم د بري اميد څرګند کړي.
خو يولورې هم په مشخص ډول په دې خبروکې د پرمختګ ګراف او نوعيت نه دی واضح کړی.



اعلان