ننګرهار: د ګډو ځواکونو په شپني عملیاتو کې ۶ تنه ملکیان وژل شوي

افغانستان

ننګرهار: د ګډو ځواکونو په شپني عملیاتو کې ۶ تنه ملکیان وژل شوي

320

تيره شپه ګډو ځواکونو د ننګرهار ولايت، چپرهار ولسوالۍ په قلعه شیخ کلي کې عمليات کړي. د ځايي اوسيدونکو په وينا؛ د چپرهار د عالي ليسې دوه ښوونکي چې پلار او زوی هم و په ډزو وژل شوي او د هغوی کور يې په مکمله توګه سوځولی دی.
دغه راز راپورونه ورکول شوي چې د ننګرهار د عالي ليسې د معاون مولوي نورالله په کور هم عمليات ترسره شوي چې خپله مولوي نورالله پکې ټپي او دوه زامن يې په شهادت رسيدلي دي.
د سيمې د اوسيدونکو په وينا، د عملياتو په ترڅ کې د ګڼو کورونو دروازې ماتې شوي، خلکو ته يې مالي زيانونه هم اړولي او ټول شپږ ملکي وګړي وژل شوي، دوه نور يې له ځان سره د بنديانو په توګه وړي دي.

 



اعلان