د ملا محمد عمر د شخصیت اغیزمن او دلچسپ اړخونه

نظر او تحليل

د ملا محمد عمر د شخصیت اغیزمن او دلچسپ اړخونه

785

د عبدالحی مطمئن له نوې چاپ شوي درې کتاب نه ژباړه

ملا محمد عمرد ځینې نورو افغان ليډرانو په څېر نطاق، قوال او معامله ګر نه و، اونه يې هم د چا د متاثر کولو هڅه کوله، خو له دې سره سره بیاهم د هغه په شخصیت کې نایابه جذابیت لیدل کیده، چې عام مخاطبین او پیروان يې تر اغیز لاندي راتلل.
ملامحمد عمر کمې خبرې کولې او ډیرې يې اوریدلې، جملې به يې د نه فصاحت له امله مکررې او مترادفې هم ګرځیدې، خو هغه مصنوعي تکلم نه کاوه او په ډیره ساده او کلیواله سلیقه يې خبره کوله، مروج سمیز تکیه کلامونه او ضرب المثلونه يې کارول.
هغه د افراط ترکچې حیاناک و، چې امله به يې کله ناکله د اختر په خطبه يا عامه ویناکې تر تاثیر لاندي هم راته او اواز به يې تغیر کاوه، هغه په حیرانوونکې ډول عاطفي او رحمدله و، د چا د مظلومیت کیسې ته يې ډیر ژر ژړل، په ماشومانواوحیواناتويې ځانګړی رحم لاره، يو ځل يې د واکمني په دوره کې نږدې ملګري کیسه کوله چې د سختو مصروفیاتو په ورځو کې سهار دفتر ته بې خوبه راغی او سترګې يې له بې خوبي تکې سرې وي.
ويل يې د شپې په سخت یخ کې د پشو وړوکی بچی بار بار له یخه زما د خونې دروازې ته راته او شوريې کاوه، خو چې مابه دروازه ورخلاصه کړه، هغه به وویریده او بیرته به لاړ، زما زړه صبر نه کاوه ځکه یخ يې کیده اودي دننه نه راته، ترسهار څوځله دروازې ته راغي چې مابه دروازه ورته خلاصه کړه هغه به وتښتید، په همدې کې شپه راباندي سبا شوه.
د طالبانو له خوا د کندهار او ګاونډیو ولایتونود نيولو نه وروسته يوځل هغه له هلمنده په لويه لاره کندهار ته په خپل موټر کې په سرعت روان و، خو چې ښارته دننه کيده، د معمول خلاف يوه واړه ماشوم پرعمومي سړک رامنډه کړه، ملامحمد عمر د ماشوم د ژغورلو لپاره ځان مرګ ته ورکړ او په ډیر خطرناک سرعت کې يې د موټر شټرنګ تاو کړ او بریکونه يې ونيول، له سړکه يې موټر لاند ګذار شو او څو لټه واوښت، خو په معجزاتي ډول د موټرله زيانمن کيدو سره سره هغه ته هيڅ زیان ونه رسیدو.
له دومره عاطفې، رحم او حیا سره سره هغه په بې ساري ډول زړور جنګیالي و، له سختو نه په سختو جنګي جریاناتواوشکستونوکې هیچا د هغه وارخطايي او کمزوري روحیات نه دي لیدلي، چې دا په يو شخص کې د څو ظاهرا متضادوعنصرونو تجمع ده، ځکه خو سړي د ملامحمد عمر شخصیت ته د دلچسپو اړخونو مالک ویلای شي.
د يو نظام د لومړي مقام په توګه هغه له خلګوسره په ساده لباس کې مخامخ کیده او په عادي خونه کې به په کټ ناست و،خلکوبه ملاقاتونه ورسره کول، نه يې ډیرپیچیده استدلال کاوه اونه يې قوالي او نطاقي لرله، خو مخاطبین يې د نړۍ د سترو سترو اشخاصو په نسبت زیات تر تاثیر لاندي راوستل.
يوځل د هیواد د يوشمیر نامتو علماوو يوې ډلې ورسره ملاقات وکړ او په يوه موضوع کې يې جر وبحث ورسره وکړ، ملاصیب له هغوي سره په بحث کې د هغوي پوښتنو ته په ساده انداز کې ډیرقوي ځوابونه وویل، د ډلي يوه نامتوغړي د ملامحمد عمر د ځوابونو په وړاندي ځان کم احساس کړ او د عذر په لهجه يې ورته وویل: زموږ هدف په دې اړه يواځې ستاسره مفاهمه وه، ملاصیب د دې لپاره چې دغه عالم ته بیرته روحیه ورکړي او پریشاني يې کمه کړي، د دې خبرې په ځواب کې يې ورته وویل مولوي صاحب تاسوته معلومه ده چې مفاهمه د مفاعلې باب دی، معنا يې ده يو له بله پوهول، نو تاسو زه پوه کړم، ماتاسو پوه کړئ، په دې سره موضوع حل شوه.
دغه عالم د ملامحمدعمر د دې جملې تر ډیر اغیز لاندي و او تل يې یادوله.
ملامحمد عمرد خپلې ټولې واکمني په دوره کې څوک په مخامخ مجلس کې نه دي تهدید کړی اونه يې په توندو الفاظو مخاطب کړی، خو دهغه په مجلس کې به په ډیرو جراره خلګو هم رعب غالبه کیده.
ملا محمد عمر نه خارجي ژبه زده وه اونه د بهرنيانو په مزاج پوهیده، خو ډیر بهرني میلمانه خصوصا د اسلامي هېوادونو میلمانه د هغه په ملاقات او لیدلو متاثره کیدل، چې زه يې د بیلګې په توګه د يوه فلسطیني هیئت د ملاقات کیسه راوړم.
د بیت المقدس د پخواني امام زوی
په اسلام اباد کې د فلسطین سمبولیک سفیر د ۱۹۹۸ م کال اوړي کې کندهار ته سفر وکړ. هغه له ځان سره فلسطیني پوځ کې پاتې شوی جنرال چې پلار يې د بیت المقدس امام پاتې شوی و کندهار ته راوستی و. دوی له ملا محمد عمر سره ولیدل. له ملاقات نه وروسته ملا محمد عمر د ځوځانو په هغه کوډله کې د غرمي (خوب) قیلوله کوله،چې د خپل دفتر په انګړ کې يې د ځان لپاره جوړه کړې وه. دا د کندهار او هلمند د عامو خلکو دود دی چې د ګرمۍ په موسم کې په ځوخانو پوښلې څاله اوبه اچوي او د هغه یخ شمال ته ځان له ګرمي ژغوري. ملا محمدعمر هم د خپل دفتر په انګړ کې همداسې يوه د ځوځانو ځاله جوړه کړې وه. د غه کوډله د دفتر له عمومي دروازې چپه او د کندهارد ولایت د مقام لورې ته نږدې وه، ملامحمد عمر هغوي رخصت کړل او د غرمې د خوب په نیت ولاړشو،کله چې دغرمي د يوساعت مسنون خوب لپاره دغې کوډلې ته دننه شو او خپل څادر يې پرځان راکش کړ.دا وخت د غه میلمانه د معمول خلاف د عمومي دروازې پر ځاي د ولایت لوري ته په وړه دروازه وتل ځکه چې د دوي د سورلۍ موټرونه هلته ولاړ ول؛ يوناڅاپي يې په ملامحمد عمربيا سترګې ولګيدې.
د بیت المقدس د امام زوي چې په دغه حالت کې ملا محمد عمر ولید سخت يې وژړل. هغه چې کله مېلمستون ته خپلې خونې ته لاړ ډېر زیات متاثر و؛ د فلسطین سفیر هغه وپوښت چې ولې دومره احساساتي شوې؟ هغه وویل چې د ملا محمد عمر له خواخوږي او مینې ډک مجلس نه وروسته چې هغه په خپله ځاله کې په خپل څادر کې ویده شو، ما ته د هغه اعرابي(کوچي) قول راياد شو چې عمر فاروق يې فیصله وکړه او بيا يې يوه ديوال ته سر ولګاوه او ویده شو. اعرابي ورته وویل: حَکمتَ عَدلتَ اَمِنتَ فَنِمتَ (پرېکړه دې وکړه، عدالت دې په کې وکړ،امانت دارې دي وکړه او بيا ویده شوې). هغه بار بار دا جمله تکراروله او سترګې له اوښکو ډکې وې. ما ته دغه صحنه ډېره جالبه وه او تر اوسه مې نه هیريږي.
له نېکه مرغه د دې صحني شاهدان څو ملګري د هيواد دننه اوبهر تراوسه لا ژوندي دي.



اعلان