اردوغان: ترک ملت به تل د امت دعزت په خاطر حقه مبارزه کوي

سيمه او نړۍ

اردوغان: ترک ملت به تل د امت دعزت په خاطر حقه مبارزه کوي

199

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  پرون په ملي شورا کې د عدالت او پراختیا  ګوند په اونیزه  غونډه کې وینا وکړه.

ولسمشر اردوغان  وویل چې په دې هیله چې  د روژې مبارکه میاشت د ټول عالم اسلام  او ټول بشریت  لپاره د خیر او ښیګڼې  وسیله وګرځي، په دې پوهیږو چې د روژې میاشت  د یو بل سره  د مرستو او خیر ښیګڼو  میاشت  ده.

د سولې دین  اسلام  روژې په مبارکه میاشت کې  هر ډول  بد اعمال  او ظلم  په  قطعي ډول سره  منع کړی دی، د روژې پدې مبارکه میاشت کې  د مسلمانانو د وینو تویونکي اسراییل، په سوریه کې  د بې ګناه انسانانو قتلوونکي اسد رژیم  او په مصر کې  د کودتا سره  واک ته رسیدلي  د سیسي حکومت او د پ کې کې ترهګرې ډلې  چې  بې ګناه انسانان په قتل رسوي  پر خلاف  باید  په حقیقي ډول سره  غبرګون وښایو.

ولسمشر اردوغان په خپله وینا کې پر امریکا هم  سختې نیوکې وکړې. هغه وویل امریکا پدې وروستیو کې په سیمه کې خپل سیاستونه  په ټینګار سره  د ترکیې د منافعو سره په ټکر کې  جوړوي  او په دومداره توګه  ترکیه په بندیزونوګواښي.

ولسمشر اردوغان وویل چې  ترکیه او ترک ملت به تل  د ټول بشریت  او امت  د عزت  او شرف په خاطر حقه مبارزه کوي.



اعلان