پکتیا اوسیدونکي: ګردیز ښاروال په فساد کې ښکېل دی

افغانستان

پکتیا اوسیدونکي: ګردیز ښاروال په فساد کې ښکېل دی

85

د پکتیا ولایت یو شمېر اوسیدونکي د ګردیز ښاروال عصمت الله خالد په فساد تورن کړی او د نوموړي پر کارونو یې نیوکې کړې.
د یاد ولایت اوسیدونکو د یو خبري کنفرانس پر مهال ویلي، چې په ښار کې ډیری پروژې د خراب کیفیت له امله په لنډ وخت کې بیرته لمنځه تللې.
د ګردیز ښاروال بیا پر ده، د فساد تورونه په کلکه رد کړي او ویلي دي، ځینې کسانو ترې شخصي غوښتنې کړې، چې ده ورته منفي ځواب ویلی.
د پکتیا ولایت یو شمېر اوسیدونکو د یو خبري کنفرانس پر مهال د ګردیز پر ښاروال عصمت الله خالد د فساد تور پورې کړ، او د نوموړي پر فعالیتونو یې نیوکې وکړې.
دوی وایي ښاروال په فساد کې ښکېل دی او په ښار کې پلې کېدونکې پروژې بي کیفیته او خلکو ته د منلو وړ ندي.
یادو کسانو ګواښ وکړ، که عصمت الله خالد له دندې ګوښه نشي او غوښتنو ته یې مثبت ځواب ونه ویل شي، نو پر لاریونونو به لاس پورې کړي.

د ګردېز ښاروال عصمت الله خالد بیا وایي په دې کسانو کې ځینو ترې شخصي غوښتنې کړې، چې ده ندي منلې، نو ځکه پرې بېلابېل تورونه لګوي.

خالد وويل که ياد کسان پر نوموړي د فساد اسناد لري، رسنیو او څارنوالي ته دې وړاندې کړي.

د ګردیز ښاروالۍ پر کارونو خلک په داسې مهال نیوکې کوي، چې په دې وروستیو کې د ښار یو شمېر سړکونه د خراب کیفیت له امله زیانمن شوي او د لمنځه تلو په حال کې دي.



اعلان