شمالي وزیرستان: په دوه جلا بریدونو کې ۱۴پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتي

سيمه او نړۍ

شمالي وزیرستان: په دوه جلا بریدونو کې ۱۴پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتي

299

پاکستاني چارواکي وايی په شمالي وزیرستان کې د پوځ پر کاروان باندې د وسله والو په دوو جلا بریدونو کې څلور سرتېري وژل شوي دي او ۱۰نور ژوبل شوي دي.

د پاکستان پوځ وایي بریدونه د دوشنبې په ورځ شوي دی. یو چاروکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي اسوشیتډ پرس ته وویل چې بریدګر د ډیورېنډ بلې غاړې، افغانستان، ته تښتېدلي دي.

تر دې دمه کومې ډلې د دغو بریدونو مسولیت نه دی اخیستی. تر دغو بریدونو څو ورځې مخکې هم د پاکستان پوځ ویلي وو چې یو شمېر وسله والو یې د سرتېرو پر چاوڼۍ برید کړی او څلور تنه یې وژلي دي.

د ډیورېنډ کرښه شاوخوا ۲۵۰۰کیلو مېتره اوږده ده چې د پاکستان پوځ پرې اغزن تارونو لګول پیل کړي او وايي چې د دغه کار هدف يې د وسلوالو د تګ راتګ مخنیوی دی.

خو افغان حکومت وايي چې پاکستان په خپلې خاورې کې وسلوال ساتي او پالي او باید له وسلوالو ډلو سره په خپل اصلي ځای کې مبارزه وشي.

 

 



اعلان