جورج اریزا: د امریکا هر ډول برید ته به سخت ځواب ورکړو

سيمه او نړۍ

جورج اریزا: د امریکا هر ډول برید ته به سخت ځواب ورکړو

246

د ونزویلا د بهرنیو چارو وزیر جورج اریزا چې د روسیې په سفر تللي په مسکو کې خبریالانو غونډې ته د يوې پوښتنې په ځواب کې ویلي:چې د امریکا لخوا په ونزویلا د پوځي مداخلې په مقابل کې به سخت ځواب ورکړو.

هغه وویل چې د امریکا له لورې د هر ډول پوځي برید ځواب به په پوځي برید ورکړو. هغه وویل چې ونزویلا حکومت هر ډول سناریو ته پوره چمتوالی لري خو مونږ د هر څه نه مخکې په ډیپلوماسۍ باور او اعتماد لرو.

جورج اریزا زیاتوي، که چیرې ددې سره سره امریکا پوځي لارو څخه کار اخیستو ته مراجعه وکړي ونزویلا هم وسله وال پوځ لري. ملیشه ځواکونه لري. ملت يي ملاتړ کوي. هغه وویل چې مونږ یواځې د مقامت او یا ځان نه دفاع بحث نه کوو بلکې د ستر بري نه بحث کوو. که چیرې زمونږ دښمن په هره پیمانه قوي وي خو بیا هم مونږ د دښمن قوي پوځ ته ماتې ورکولو ته تیار یو.

د ونزویلا د بهرنیو چارو وزیر وویل چې ونزویلا د روسیې او چین پر ملاتړ کیدای شي چې د پيسو د لیږد په خاطر د امریکايي سیستم په بدیل کې یوه بله پرامنه لار پیدا کړي.

 



اعلان