"لوی علماء د پاکستان د جوړېدو مخالف او قاید اعظم یې کافر اعظم باله"

راپورونه

1054

پاکستان کې د پخوا په څېر دا ځل د روژې د پېل په اړه بیا هم اختلافات رامنځته شوي دي.
د پښتونخوا او بلوچستان په ډېرو سیمو کې نن (دوشنبه) خلکو روژه نیولې ده، خو د پاکستان د رویت هلال مرکزي کمېټې بیا سبا (سه شنبه) د روژې لومړۍ ورځ اعلان کړې ده.
د پاکستان د ساینس او ټیکنالوجۍ نوي وزیر فواد چودري ویلي چې د رویت کمېټه دې د میاشتو لیدل په رضاکارانه ډول وکړي او تر څلوېښتو لکو پاکستانیو روپیو لګښت کول سم کار نه دی.
نوموړي ویلي، دا چې هېواد باید څه ډول وچلول شي، مولانا ته نه شي پرېښودل کېدای.
چودري زیاته کړې، په دې ډول به پاکستان نه و جوړ شوی، ځکه ټول لوی علماء خو د پاکستان د جوړېدو مخالف وو او جناح به لوی کافر باله.
محمد علي جناح د پاکستان بنسټ ایښودونکی دی.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتون هم په خپل فیسبوک د پېښور د وتلي عالم مفتي شهاب الدین پوپلزي اعلان خپور کړی او د روژې مبارکي یې ورکړې ده.
داسې ښکاري چې سږ کال به هم له ډیورنډ کرښې اخوا دوه روژې او دوه جلا اخترونه وي.
چودري د دغه اختلاف د له منځه وړلو له پاره د لس کلنې کالیزې د جوړېدو خبره کړې ده.



اعلان