خلیلزاد نن هند ته ځي

سيمه او نړۍ

خلیلزاد نن هند ته ځي

318

د افغان سولې له پاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد نن هند ته ځي.
د ټایمز اف انډیا د رپوټ له مخې، خلیلزاد به د هند د بهرنیو چارو له وزیرې سوشما شواراج او د بهرنیو چارو له سکرتر ویجی ګوکلی سره وګوري.
تمه کېږي چې خلیلزاد به د افغان سولې په تړاو د تېرو دوه میاشتو رپوټ هندي چارواکو ته وړاندې کړي.
دا هند ته د خلیلزاد دویم سفر دی. تېره جنورۍ میاشت کې هم خلیلزاد هند ته تللی و.
هند په افغانستان کې د تېرو اتلسو کلونو د لاسته راوړنو د ساتلو ملاتړ کوی او د انتقالي حکومت د جوړېدو مخالف دی.



اعلان