اردګان استانبول کې د ترکیې لوی جومات پرانېستی

پام وړ

اردګان استانبول کې د ترکیې لوی جومات پرانېستی

483

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردګان د ترکیې ښار استانبول کې د ترکیې تر ټولو لوی جومات پرانېستی دی.
دغه جومات چې Camlica Mosque نومېږي، په یوه وخت په کې درې شپېته زره کسان مونځ کولای شي.
د دغه جومات د جوړولو چارې په ۲۰۱۳ کې پېل شوې وې.
وړاندې په Adana ښار کې Sabanci په نوم جومات د ترکیې د لوی جومات ویاړ درلود. دغه جومات چې په ۱۹۹۸ کې پرانېستل شوی، ۲۸۵۰۰ مونځ کوونکي په کې ځاېیږي.
اردګان د پرانېستې پر مهال په مذهبي ځایونو بریدونه غندلي او انسانیت ضد عملونه یې بللي دي.



اعلان