وسله والو د بغلان د امنيې قوماندانۍ پر ودانۍ حمله کړې

افغانستان

وسله والو د بغلان د امنيې قوماندانۍ پر ودانۍ حمله کړې

295

د بغلان ولايت پر امنيه قومندانۍ د طالبانو ډله‌ييز بريد کې ديارلس پوليس وژل شوي او پنځه دېرش نور ټپيان دي.
نن غرمه دولس بجې د طالبانو يوه بریدگر د هاموي موټر پر مټ د بغلان ولايت پر امنيه قومندانۍ موټربم برید کړی او ورپسې نور بريدگر امنيه قومندانۍ ته ننوتي وو.
د بغلان ولايت مسوولين وايي، چې دغه نښته د اتو بریدگرو په وژل کېدو پای ته رسېدلې ده.
طالبانو د دې بريد مسووليت منلی او د حکومتي چارواکو له لوري د نښتې پای ته رسېدو خبره يې هم رد کړې ده.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې بریدگر لا هم ژوندي دي امنيتي ځواکونو سره په نښتو بوخت دي او د لسگونو پوليسو د وژل کېدو ادعا کوي.

 



اعلان