جنرال باجوه: طالبان زموږ خبره نه مني

سيمه او نړۍ

جنرال باجوه: طالبان زموږ خبره نه مني

341

د پاکستان لوی درستيز ډگر جنرال قمر جاوېد باجوه ويلي، چې هېواد يې د افغانستان سولې د روانو هڅو ملاتړ کوي، خو په ورته وخت کې يې زياته کړې، چې طالبان د افغانستان پر پنځوس سلنه خاوره واکمن دي او د پاکستان خبره نه مني.
جنرال باجوه دا څرگندونې د افغان حکومت د هغه دريځ په ځواب کې کړي، چې طالبان د پاکستان د لاس خلک بولي او تور پورې کوي، چې د طالبانو فعاليتونه د پاکستان په لارښوونه ترسره کيږي.
خو جنرال باجوه تېره ورځ دجنرالانو يوې غونډې ته وويل، طالبان هغه خلک دي، چې د افغانستان پر پنځوس سلنه خاوره واکمن دي او هېڅکله د پاکستان خبره نه مني.
جنرال باجوه غوښتنه کړې، چې د جگړې ښکېل لوري دې په روژه کې اوربند وکړي.
تېره اوونۍ د سولې مشورتي جرگې هم له حکومت او طالبانو د سمدستي اوربند غوښتنه کړې وه، خو طالبانو دغه جرگه «نمايشي» بللې او ټينگار يې کړی، چې هېواد د «بهرنيو پوځيانو له لوري اشغال شوی» او دوی به يې پر ضد خپلې جگړې ته دوام ورکړي.

 



اعلان