تادین خان: نور باید په طالبانو رحم ونه کړو

افغانستان

تادین خان: نور باید په طالبانو رحم ونه کړو

323

د کندهار سیمه ییز چارواکي وايي، تېره شپه یې د دغه ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو یو لوی برید پر شا تمبولی .

د والي ویاند عزیز احمد عزیزي د شنبې په ورځ د «غوايي پر ۱۴مه» اشنا راډیو ته وويل چې وسله والو طالبانو د ولسوالۍ د بولدک نیکه پر امنیتي پوسته تېره شپه ډله ییز برید وکړ چې جګړه د سهار تر پنځو بجو پوري روانه وه.

د کندهار چارواکي وايي، په دغه حمله کې ۳پولیس هم وژل شوي او ۴نور ټپیان دي.

سپین بولدک ولسوالي په تېر کې د کندهار له امن ولسوالیو څخه بلل کېده، خو په دې وروستیو کې د پوليسو پر پوستو د وسله والو حملې پکښې زیاتي شوي دي.

بلې خوا ته د کندهار امنیه قومندان مل پاسوال تادین خان وايي چې پولیس سرتېرو ته يې د وسله والو پرضد د جدي غبرګون د ښودلو امر کړی.

نوموړي په یوه ویډيويي بیان کې چې د کندهار د پوليسو د مطبوعاتي دفتر له لوري رسنیو ته لېږل شوی ويلي چې د وسله والو پرضد يې د خپلې دندې د پيل راهیسې له زغم څخه کار اخیستی، خو له دې وروسته به امنیتي قواووي د وسله والو پرضد هیڅ زغم ونه‌لري.

تادین خان وويل:"په شپږو ولسوالیو کې اوسهم عملیاتدوام لري ،ټولو قطعاتو ته مو جدي لار ښوونه کړې چي د وسله والو پرضد نور له جدیت څخه کار واخلي ، دا خلګ نور د زړه سوي نه دي."



اعلان