"د هند-پاکستان اټومي جګړه کې به شل میلیونه خلک ووژل شي"

راپورونه

726

که چېرې د هند او پاکستان تر منځ اټومي جګړه وشي، نو شل میلیونه انسانان به په کې ووژل شي.
دا خبره یوه کشمیري چارواکي د ترکیې استانبول کې یوې غونډې ته کړې ده.
د ترکیې اناضول خبري اژانس د رپوټ له مخې، صفدر مسعود خان ویلي چې د پاکستان او هند تر منځ باید د کشمیر اوږده شخړه حل شي.
د خان په وینا، له سولې پرته بله لاره نه شته.
دواړو ګاونډیو هېوادونو تر اوسه د کشمیر پر سر دوه لویې جګړې کړي دي.
د کشمیر مسله په ۱۹۴۷ کې له هند څخه د برتانیې له وتلو وروسته د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو د ترینګلتیا اصلي لامل دی.



اعلان