جنرال مشرف له خبرو او حرکت څخه لوېدلی

سيمه او نړۍ

جنرال مشرف له خبرو او حرکت څخه لوېدلی

1004

د پاکستان پخوانی پوځي دېکتاتور واکمن سخت ناروغ دی چې اوس دوبۍ کې بستر دی.
تمه وه چې متقاعد جنرال پروېز مشرف به پاکستان ته لاړ شي او محکمې ته به حاضر شي.
خو د مشرف سلاکار سلمان صفدر ویلي چې مشر ډېرې ناروغۍ لري. ډان نیوز د صفدر له قوله لیکلي چې مشرف د خوځېدو نه او هم د خبرو له پاره بل کس ته اړ دی.
همدا لامل شو چې پاکستان ته د مشرف تګ وځنډېږي.
صفدر ویلي چې مشرف له ژوند اخیستونکې ناروغۍ سره مخ دی.
مشرف ته تشناب کې له لوېدو وروسته د ملا درد ناروغي هم پېدا شوې ده. دغه راز، د زړه ناروغي هم لري.
۷۶ کلن مشرف په تېرو دوه کلونو کې څلوېښت ځله روغتون کې بستر شوی دی.



اعلان