ننګرهار:تېرو څو ورځو کې د داعش له امله ۵۶زره کسان کډوال شوي

افغانستان

ننګرهار:تېرو څو ورځو کې د داعش له امله ۵۶زره کسان کډوال شوي

184

ملګرو ملتونو په خپل تازه رپوټ کې ویلي دي چې د ننګرهار په دوو ولسوالیو کې د تیرو ورځو نښتو ۵۶۳۲۹کسان له خپلو کورونو بې ځایه کړي دي.

د ننګرهار ولایت د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي، د آلمان خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي دي چې دغه کسان اته ورځې تر مخه د طالبانو او داعش تر منځ جګړې له کبله بې ځایه شوي دي.

خو په افغانستان کې تل ملکیان د روان کړکیچ له کبله زیان ویني. د بشري مرستو د همغږي کوونکي دفتر په وینا د روان میلادي کال د جنورۍ میاشتې له لومړۍ نیټې څخه د اپریل میاشتې تر ۲۲مې نیټې پورې په افغانستان کې ۸۰۰۰۰کسان له خپلو ټاټوبو بې ځایه شوي دي.

رپوټ زیاتوي چې په تیر میلادي کال کې په ټوله کې د افغانستان دننه د بې ځایه شوو کسانو شمیر تر ۳ لکه ۸۰ زرو اوړي.



اعلان